آسانتیاوی او خدمتونه

04.07.2015
admin

آسانتیاوې او خدمتونه:

د تابش پوهنتون د پاک او مناسب چاپیریال لرونکی دی، خپلو کارکوونکو او محصلینو ته ښه او کیفیت لرونکي خدمتونه وړاندې کوي.

———————————————————————————————————————————–

کتابتون:

د تابش پوهنتون کتابتون د علمي څیړنو په موخه او د محصلینو، استادانو او کارکوونکو د مطالعې لپاره چې د زده کړې په پراختیا کې کلیدي ونډه ترسره کوي جوړ شوی دی. دا کتابتون په کتابونو، مجلو، ورځپاڼو او په نورو علمي موضوعاتو مجهز دی، چې د سهار له ۷:۰۰ بجو څخه د ماښام تر۶:۰۰ بجو پورې د درنو استادانو او محصلینو پر مخ خلاص دی.

library4

——————————————————————————————————————————–

کمپبوتر لب

د تابش پوهنتون خپلو محصلینو ته د عصري خدمتونو وړاندې کوونکې ده. د پوهنتون کمپیوټر لب په کمپیوټرونو، پرنتر، سکنر او په یوه مدرن وایرلس سیستم او د زیات سرعت لرونکي انترنت په نښلولو سره مجهز دی.

computer lab

——————————————————————————————————————————-

جومات:

د تابش پوهنتون اسلامي ارزښتونوته متعهد دی او د یوې دینې وجیبې په توګه د لمانځه د اداء کولو لپاره چې په یوه وخت کې له ۴۰ تنو څخه زیات لمونځ کوونکي په کې لمونځ کوي جومات جوړ کړی دی.

masj-e-sharif

———————————————————————————————————————————

امنیت:

د تابش پوهنتون خپل خدمتونه په یوه امن او سوکاله چاپیریال کې وړاندې کوي، د پوهنتون امنیتي ګاردونه د دې پوهنتون د امنیت په برخه کې خپل خدمتونه ترسره کوي تر څو محصلین پرته له کومې ویرې او تشویش څخه خپل درسونه زده کړي.

security

———————————————————————————————————————————-

کانتین:

د تابش پوهنتون کانتین د سهار له ۶:۰۰ بجو څخه د ماښام تر ۷:۰۰ بجو پورې پرانیستی وي. د ګرمو او خوندورو خوړو، فست فود او د غیرالکولي نوشابو په لرلو سره د ګرانو محصلینو په چوپړ کې دی.

canteen

 

———————————————————————————————————————————–

صحي کلنیک:

د تابش پوهنتون د اړتیا په وخت کې د صحي خدمتونو وړاندې کوونکی دی. د موسسې کلینیک په طبي وسایلو او ډاکتر مجهز دی، چې د سهار له ۵:۰۰ بجو څخه د ماښام تر ۷:۳۰ بجو پورې فعالیت کوي.

health clinic

Be Sociable, Share!

کامنت

نام (ضروری)
ایمیل (ضروری)
کامنت (ضروری)
برای ست کردن عکس خود در کامنتها به سایت گراواتار مراجعه کنید.

© 2014 by Tabesh University.