تاریخچه

01.19.2015
admin

تاریخچه

تابش پوهنتون، د یوې ځوانې او پرمختللې پوهنتون په توګه د افغانستان د اسلامي جمهوريت د لوړو زده کړو محترم وزارت په ورکړل شوې اجازې سره، د ۱۳۸۸لمریز کال چې له ۲۰۰۹ میلادي کال سره سمون خوري د کابل ښار د لب جر په څلور لاره کې تأسیس شوه. او همدا اوس د خپلو محصلینو د ۷ دورې فراغت د جشن نمانځلو په حال کې ده، دا موسسه د (۲۴۰۰) څخه د زیاتو محصلینو په لرلو په څلورګونو پوهنځیو(اقتصاد، حقوق او سیاسي علوم، شرعیات او ژورنالیزم) کې د هیواد ټولنې او ځوان نسل ته د خدمت په وړاندې کولو بوخته ده، چې د هیواد له ۱۰۰تنو څخه د زیاتو استادانو او مسلکي کادرونو په مرسته تدریس کیږي. د تابش پوهنتون بنسټ د هیواد د ځوان نسل د ښوونې او روزنې په برخه کې د وطن د بچیانو د مادي آسانتیاو او معنوي سلامت د تأمینولو په غرض  د ټولنې له حالاتو او د اوسني عصر له معمولو نورمونو سره سم د ظرفیتونو د زیاتوالي، د علمي ګټو اخیستنو او د کاري وړتیاو له لارې  ايښودل شوی دی.

 

Be Sociable, Share!

کامنت

نام (ضروری)
ایمیل (ضروری)
کامنت (ضروری)
برای ست کردن عکس خود در کامنتها به سایت گراواتار مراجعه کنید.

© 2014 by Tabesh University.