د اقتصاد پوهنځی

01.19.2015
admin

د اقتصاد پوهنځی

د اقتصاد پوهنځی په ۱۳۸۹لمریز کال د لوړو زده کړو وزارت په اجازې  سره د تابش پوهنتون په چوکاټ کې د درې دیپارتمنتونو په لرلو د یوه خپلواک پوهنځي په توګه په کار پیل وکړ.

د اقتصاد پوهنځی همدا اوس لاندېني درې دیپارتمنتونه لري:

۱- ملي اقتصاد

۲- د تشبثاتو منجمنت او اداره

۳- احصائیه او اکونومتري

۱- د ملي اقتصاد د دیپارتمنت ښوونیزې موخې:

د ملي اقتصاد د دیپارتمنت ځانګړې موخه، په دې ډګر کې د مسلکي او متخصصو کادرونو روزل دي، چې د دې څانګې فارغین وکولای شي په دې برخه کې سربیره پردې چې موجوده ستونزو ته د پای ټکی کیږدي؛ په عین حال کې وکړای شي د هغو مسئولیتونو په پام کې نیولو سره چې اقتصادي ټولنه یې د هغوی په اوږو اچوي له ځانه خلاقیتونه، پنځونې او ابتکارونه ښکاره کړي او په مجموع کې ویلی شو چې دا دیپارتمنت لاندینۍ موخې ترسره کوي:

  • په هیواد کې د ښه راتلونکي د اقتصادي نظام د ښه والي لپاره د مسلکي او متخصصو کادرونو روزل.
  • په دې څانګې پورې د اړوندو نهادونو د اقتصادي نظام سمه جوړونه د دې دیپارتمنت یوه بله له اصلي موخو څخه ده.
  • د هیواد په دولتي او خصوصي سکتورونو کې له اقتصادي بحرانونو څخه مخنیوی.
  • د اقتصادي چارو د ښه والي لپاره، اقتصادي نهادونو ته د دې څانګې د فارغانو په مرسته د لازمو مشورو ورکونه.
  • د وړ او سالم اقتصادي نظام د منځته راوړلو په خاطر، چې هیواد د ښه راتلونکي په لور سوق کړي د ښو او مناسبو اقتصادي پالیسیو جوړونه.
  • د هیوادوالو لپاره د ښو اقتصادي آسانتیاو منځته راوړل.
  • د زیاتو کارې زمینومنځته راوړل او د وګړو او اشخاصو ګومارل په بیلابیلو ځایونوکې هم د دې دیپارتمنت یوه بله موخه ده؛ ځکه د هیواد اقتصاد پوهان د هغې مسلکي پوهې او تخصص په اساس چې  له دوی سره شته کولای شي د زیاترو پروژو په کار اچولو سره د هیواد والو لپاره زیات کاري فرصتونه منځته راوړي.

۲- د تشبثاتو منجمنت او اداره د دیپارتمنت ښوونیزې موخې:

په عمومي توګه په دې څانګه کې د ځوانانو زده کړه ډیره اړینه او ارزښتناکه ده او د اقتصادي فقر په لمنځه وړلو او د داخلي تولیداتو، داخلي تولیداتو صادراتو په لوړولو کې او له بهر څخه د اړتیا وړ وارداتو لپاره اصولي طرح کولای شي فوق العاده اغیزمن او ګټور واقع شي.

په مجموع کې کولای شوو ووایو، چې د دې دیپارتمنت عمومي موخې په لاندې ډول دي:

  • په هیواد کې د اقتصادي خصوصي سکتورونو تقویه.
  • په سمه توګه د اقتصادي پروژو د سرته رسولو لپاره د منظمو اقتصادي  پلانونو طرح کول او جوړول
  • د فارغ شوو متخصصو او مسلکي ځوانانو په مرسته د اقتصادي بنسټونو سمه رهبري او مدیریت د هیواد د اقتصاد په وده او پراختیا کې اغیزمن واقع کیږي.
  • په هیواد کې د اقتصادي خصوصي سکتورونو له زیان او تاوان څخه مخنیوی.
  • د هیواد د ملي عوایدو لوړول؛ ځکه د خصوصي سکتورونو وده په ملي عاید باندې هم مستقیمه اغیزه لري.
  • د هیواد د صادراتو ګراف لوړول؛ ځکه په یوه وخت کې د خصوصي سکتورونو په وده او پراختیا سره د هیواد صادرات زیاتیږي.
  • په هیواد کې د اړتیا وړ کالیو او امتعې د وارداتو کمول او بهر ته د پیسو له لیږد څخه مخنیوی؛ کله چې واردات زیاتیږي او صادرات کمیږي، مسلماً د هیواد پیسې بهرته ځي او د هیواد خلک لویه اقتصادي ضربه خوري.
  • په ځان ډاډه او متکي او د خود کفایی په لور هڅه هم د دې دیپارتمنت له ښوونیزو موخوڅخه یوه موخه ده.
  • له مصرفي بحران څخه د مدیریت په لور هڅه او د داخلي تولیداتو په لور ورتګ.
  • د خصوصي سکتورونو فعالیتونه په اقتصادي اساساتو تړلي.

۳ د احصائې او اکونومتري دیپارتمنت ښوونیزې موخې:

تجربې ښودلې چې په انساني ټولنه کې ډیر لږ کار په نظم سره ترسره کیږي، مګر دا چې د هغه کار له بیلابیلو اړخونو څخه لازم او پوره اطلاعات په اختیار کې وي.  په همدې لحاظ  په پرمختللو ټولنو کې د ډیرو ښو تصمیم نیولو د قدرت کچه په هغو عواملو پورې تړاو لري چې د هغو عواملو  له جملې څخه ډیر اړین یې په وخت او د سمې احصائې او اطلاعاتو په واک کې لرل دي. په حقیقت کې هغه وخت د ملي ګټو په تأمینولو کې د برنامو په پلې کولو قادریږو، چې دقیقه احصائیه او اطلاعات د بالقوه او بالفعله امکاناتو  په برخه کې چمتو شوي وي. په هره ټولنه کې چې علمي ځواک لوړ وي او زیات اطلاعات شتون ولري، د تصمیم نیونې قدرت هم  زیاتیږي او د برنامو په پلي کولو د ښه ژوند شرایط برابریږي. د احصائې د علم ونډه او دنده د تصمیم نیونکی وګړی د ښکاره او پټو تصمیم نیونې د تیارو ځایونو د روښانه کولو لپاره داسې یو څراغ دی چې د برابرولو او تولید پایلې د ټولنې ا حصائېه په دې قادروي تر څو قضاوت ته کښیني چې د مشخصي مسألې په اړه نسبت ټاکلې زماني مقطع ته، پرمختګ، دریدل او یا وروسته پاتې کیدل ترلاسه شوي دي.

  • د امتعې او خدماتو د تولید اندازه د تولید د عواملو تابع وي. نو په دې اساس په اقتصادي پلان ګذارۍ او تصمیم نیونو کې د خطي او غیر خطي توابع له معادلاتو څخه ګټه اخیستل اړین ګڼل کیږي.
  • په اقتصادي تصمیم نیونو کې د مجموعي تولید، منځني تولید، وروستی یا نهایي تولید او همدارنګه د مجموعي لګښتونو، منځني لګښتونو، وروستي یا نهایي لګښتونو، اووښتونکي یا متحولو لګښتونو، ثابتو لګښتونو د اندازې د ټاکلو لپاره له قسمي، کلي او ترکیبي مشتقاتو څخه ګټه اخیستل او د هغوی اغیز په تمام شوي قیمت باندې.
  • د دې مضمون د تدریس موخه د احصائې په ارزښت او مفهوم پوهیدل او په ورځني ژوند کې د شمیرو یا آمارو په ونډه پوهیدل دي. د اقتصاد پوهنځي د محصلینو لپاره د دې مضمون تدریس، د روشونو زده کړه، د شمیرو(اعدادو) او معلوماتو راټولول په یوه ځانګړې موضوع کې، د هغوی وړاندې کول په احصائیوي شکلونو کې، د دې معلوماتو مطالعه او تحلیل او بالاخره نتیجه ګیري او د تصمیمونو نیول دي.
  • د اعدادو او معلوماتو جوړول د فریکونسي د ویشنې جدول په بڼه، په هغو مواردو کې چې د اعدادو شمیر زیات وي.
  • د پرتلې او تحلیل لپاره په شمیرو(اعدادو) او د هغوی د اندازه ګیرۍ د مقیاسونو په انحراف او خورتیا(پراګنده ګۍ) پوهیدل.
  • په اقتصادي، تجارتي او خدماتي مسایلو کې د شاخصونو او له هغوی څخه د ګټې اخیستلو پوهه.
  • د متحولینو تر منځ په اړیکو او پیوستون پوهیدل.
  • د زماني لړیو(سلسلو) تحلیل کول.
  • هر اړخیز معلومات ترلاسه کړي.

د استادانو شمیر:

د تابش پوهنتون د اقتصاد په پوهنځي کې (۲۵) تنه مجربه استادان په تدریس بوخت دي.

د محصلینو  شمیر:

د تابش پوهنتون د اقتصاد پوهنځي په درې یادو شوو څانګو کې د محصلینو د نارینه او ښځومجموعي شمیر(۵۴۶) تنو ته رسیږي.

 

Be Sociable, Share!

کامنت

نام (ضروری)
ایمیل (ضروری)
کامنت (ضروری)
برای ست کردن عکس خود در کامنتها به سایت گراواتار مراجعه کنید.

© 2014 by Tabesh University.