د تابش پوهنتون عمومی رئیس پیام

01.19.2015
admin

د علم او پوهې او نویو علومو په عصر کې او د ملتونو د هڅو په ډګر کې، د سرلوړۍ او کامیابۍ د رمزونو او رازونو د لاسته راوړلو او تلپاتې کیدو لپاره، بې له شکه د لوړو زده کړو پوهنتونونه او موسسات د علم د زیږنده او د هراړخیزې پیژندګلوۍ د اصلي بنسټونو په توګه برخلیک جوړونکې ونډه لري. او د هغو وده په ټولو برخو او ابعادو کې د پراخوالي لامل دی.

د تابش پوهنتون د پوهنتونونو او موسساتو له مجموعې څخه یو واحد دی، چې په ۱۳۸۸ لمریز کال کې یې خپل ښوونیز فعالیت د څلورو تحصیلي څانګو(اقتصاد، حقوقو او سیاسي علوم، شرعیات او ژورنالیزم) د پوهنځیو په منځ ته راوړلو سره د لسانس په کچه پیل کړ، او امکاناتوته د لاس رسۍ په تناسب، د څومروالي او څرنګوالي د وده او پرمختګ لار یې ووهله، لکه څرنګه چې نن ورځ د افغانستان د علمي ټولنې په منځ کې د مناسب وړ اعتبار او مقام لرونکی دی.

د تابش پوهنتون د ښوونیزې مطلوبې فضاء په لرلو سره هڅه کوي تر څو د څیړنیزو او ښوونیزو کیفیت د لوړوالي په اړه او د ملي اعتبار د لاسته راوړلو او همدارنګه د ښه مقام د کسبولو لپاره د لوړو زده کړو د پوهنتونونو او موسساتو د کورنۍ په منځ کې لوړ ځای ولري او په ځان لازم ګڼي تر څو د سمو ظرفیتونو په روزنه کې د ورځنیو علومو سره سم څیړونکي وروزي او تل به دا هڅه کوي، چې د درسي نظام په معیاري کولو او د کیفیت په لوړوالي کې له هیڅ ډول رښتونې هڅو څخه ډډه ونکړي.

په درناوي

د تابش پوهنتون عمومي رئیس

 

Be Sociable, Share!

کامنت

نام (ضروری)
ایمیل (ضروری)
کامنت (ضروری)
برای ست کردن عکس خود در کامنتها به سایت گراواتار مراجعه کنید.

© 2014 by Tabesh University.