د تابش د لوړو زده کړو د تحصيلي مؤسسې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي د فارغانو د خزاني فراغت شپږمه دوره ولمانځل شوه .

10.08.2016
admin

د تابش د لوړو زده کړو د موسسې د حقوقو او سياسي علومو فارغانو خپل فراغت له خوښيو څخه په ډکه فضا او شانداره مراسمو د ميزان په لومړی د پنجشنبې په ورځ جشن ونیو .

غونډه د کلام الله مجيد د څو ايتونو په تلاوت او د ملي سرود په اورولو پرانيستل شوه ، لومړی ددې مؤسسې ښاغلي رئيس پوهندوی محمد محسن فريد فارغانو او د هغوی کورنيو ته د فراغت مبارکي د زړه له تل څخه وويله او په ترڅ کې يې د محفل ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست وويل او زياته يې کړه چې فارغانو ته د ژوندانه په ټولو برخو کې لا برياليتونه غواړم ، همدارنګه نوموړی یاده کړه چې ددې تحصيلي بنسټ په څلورګونو پوهنځيو کې لکه اقتصاد ، شرعيات ، ژورناليزم حقوق او سياسي علوم په پوهنځيو کې ګران محصلين د وتلو پوهو او مجربو استادانو د مدبرانه لارښوونو د رهبری لاندې تر اوسه پورې ۱۴۸۷ تنه ښځينه او نارينه محصلين لدې تحصيلې موسسې څخه فارغ شوي دي او نن موږ د خپلو عزیزان د شپږمې دروې د فراغت د جشن شاهدان يو .

په پای کې ددې مؤسسې رئيس سربېره د علم او زده کړې د لوړ ځايګوټي له يادون څخه د ټولنې په مادي او معنوي پرمختګ کې د علم ځايګوتي ته اشاره وکړه او ټولو فارغان يې دېټه راوبلل چې خپلو زده کړو ته د ماستری او دوکتورا تر کچې پورې د ټولنيزې اړتيا او ستر ټولنیز مسؤليت او هېوادني دين او وجيبې په عنوان دوام ورکړي.

همدارنګه پدې غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت ښاغلي استازي محمد داود شايق فارغ محصلينو ته د فراغت مبارکي وويله او د تابش د لوړو زده کړو مؤسسې پرمختګونه او برياليتونه په څلور ګونو پوهنځيو کې د ځوانو کدرونو د روزنې په برخه کې وستایل ، پدې غوڼده کې نورو  وينا کوونکو هر يوه ښاغلي پوهاند ډاکټر مير اکرم ميرزاد  د ژورناليزم پوهنځي رئیس ، ښاغلي پوهنيار احمدالله عصمت چې ددې مؤسسې له مؤسسينو او بنسټ ايښودونکو  څخه يو تن د فارغانو فراغت ته مبارکي وويله او هغوی يې د وحدت او يووالي ساتلو او ددې ټاټوبي شريفو خلکو ته د صادقانه خدمت او چوپړ خواته راوبلل او په ضمن کې فارغانو يې دې ته راوبلل  چې خپلو زده کړو ته د ماسټری او دوکتورا تر کچې پورې دوام ورکړي ، همداراز پدې غوڼده کې يو تن محصل د خپلو نورو همقطارانو په استازيتوب له خپلو محترمو استادانو څخه چې دوی ته يې د تخصصي زده کړو ښه روزنه ورکړېده قدر دانی وکړه او د تابش د لوړو زده کړو د رهبري مقام څخه يې د ځان او نورو ملګرو په استازيتوب چې دوی ته يې د تخصصي زده کړو ښه زمينه برابره کړې وه د بشپړ رضايت او خوښی مراتب وړاندې او څرګند کړل په همدې توګه هغه تعهدنامه چې ددې دور د فارغانو لخوا ترتیب شوې وه د يو تن فارغ تحصيل ښاغلي احمد جاويد لخوا ولوستل شوه ، د لوستلو پر مهال يې  ټول فارغين په پښو ودرېدل او خپلې ژمنې يې د حق او عدالت د تامينولو او د ګران هېواد د بيا رغونې او سمسورتيا په برخه کې د فعالې ونډې اخيستلو په هکله يو وار بيا تازه کړې ، غونډه د افغانستان خلکو ته د خير ، فلاح ، نيکمرغی ، سعادت او په هېواد کې د سولې او ثبات د ټينګښت په دعايه سره د ددې مؤسسې د يو تن عزتمنده استاد هاشمي په واسطه پای ته ورسېده .

Be Sociable, Share!

کامنت

نام (ضروری)
ایمیل (ضروری)
کامنت (ضروری)
برای ست کردن عکس خود در کامنتها به سایت گراواتار مراجعه کنید.

© 2014 by Tabesh University.