د تابش د لوړو زده کړو موسسې د پنځمې دورې محصلانو د فراغت جشن

06.16.2016
admin

د تابش د لوړو زده کړو موسسې د پنځمې دورې محصلانو خپل د فراغت جشن د روان کال ۱۳۹۵ د غبرگولی په ديارلسمه نېټه د پنجشنبې په ورځ د خليج هوټل په تالار کې د لوړو زده کړو د محترم وزارت د لوړ پوړو مقاماتو ، قدرمنو استادانو ، پوهانو د تابش د لوړو زده کړو موسسې ښاغلو بنسټ ايښودونکو ، د يادې موسسې رهبري هئيت او د فارغانو اولياوو او نورو علاقمندانو او ګډونکونکو په ګډون په شانداره مراسمو سره جشن ونيو .

غونډه د کلام الله مجيد د څو ايتونو په تلاوت او ملي سرود په غږولو رسماً پيل شوه .

د فراغت پدې جشن کې چې د ۷۰۰  تنو په شا او خوا کې ښځينه او نارينه فارغ التحصيلانو د حقوقو او سياسي علومو ، ژورناليزم ، شرعياتو او اقتصاد پوهنځيو څخه ګډون کړی ؤ .

د لوړو زده کړو د ښاغلي وزارت د اغلې وزيرې پوهنوالې ډاکټر فريده مؤمند عالمانه وينا چې د قدرمنو استادانو، محصلینو، راغلو ميلمنو او حاضرينو د خوښی او هرکلي وړ وګرځيده نوموړې اغلې پخپله وينا کې د علم او معرفت د کسبولو د ارزښت په برخه کې همدارنګه د ټولنې او زموږد ګران هېواد په پرمختګ کې د علم د لوړ زدکړو په اړه هر اړخيزه مبسوطه رڼا واچوله ، همدا راز زياته يې کړه چه خصوصي پوهنتونونه او د لوړو زده کړو عالي موسسې ددولتي پوهنتونونو او لوړو زده کړو له مؤسسو سره جوخت د هېواد د لوړو زده کړو نيمايي برخه جوړوي او ددرسي کيفيت له اړخه له ښه اعتبار او پرستيژ څخه برخمن دي ، پردې بنسټ د لوړو زده کړو وزارت د ټولو خصوصي تحصيلي مؤسسو په تېره د تابش د لوړو زده کړو موسسې علمي او تحصيلي فعاليتونو ته خورا درناوی لري او پرېکړه مو کړېده چې د ديپلومونو د وېش په برخه کې همدارنګه دداخلي او بهرني دولتي پوهنتونونو او لوړو زده کړو له مؤسسو سره د تواميت په برقرارولو ، د تحصيلي بورسونو په ورکړه کې مساوي چلند وشي ، په همدې توګه په کاري برخه کې ، په کنفرانسونو کې د ګډون په برخه کې ، په سيمينارونو کې ، په ملي او نړيوال سمپوزيمونو کې له خصوصي تحصيلي نهادنو سره له هېڅ راز مرستې او هڅې څخه ډډه ونکړي .

په غونډه کې قدرمن او علم دوست شخصيت الحاج احمد ضياء سيدخيلي د تابش د لوړو زده کړو  مؤسسې د مديره هئيت رئیس د خپلې عالمانه وينا په څنډه کې ددې علمي او تحصيلي مؤسسې له برياو او لاسته راوړنو څخه په قدردانۍ يادونه وکړه ، همدارنګه ددې مؤسسې محصلانو په تېره فارغينو ته پدې مؤسسه کې د خلاقيت او اشتغال زايي د يوه مرکز د جوړلو زيرۍ ورکړ .

په همدې توګه پدې پرتمينه غونډه کې ښاغلي پوهندوی محمد محسن فريد د تابش د لوړو زده کړو مؤسسې عمومي رئيس فارغانو او د هغوی قدرمنو کورنيو ته د مبارکۍ او ښې راتلونکې درلودلو د هيلو د مراتبو د وړاندې کولو په ضمن کې په ټولنه کې په تېره بيا د تابش د لوړو زده کړو په عالي مؤسسه کې د علم او عالم د ارزښت او لوړ ځايګوټي په برخه کې عالمانه وينا واوروله چې د ګرانو محصيلنو ، فارغانو او ګډون کوونکو د هر کلي وړ وګرځېده .

ددې غونډې د وينا کوونکو په لړ او کتار کې ستر علمي شخصيت ښاغلي پوهاند محمد اشرف يادګاري د تابش د لوړو زده کړو عالي مؤسسې علمي مرستيال هم عالمانه وينا واوروله چې په ترڅ کې يې ددې مؤسسې ټول محصلینو او فارغينو ريښتني ورورولۍ ، د سالمې تحصيلي فضاء برابرولو ، دعلم او معرفت لاسته راوړلو او ددې هېواد د جوړولو او خلکو ته د امن او سوکالۍ راوستلو خواته وبلل چې د اورېدونکو او ګډون کوونکو لخوا د هرکلي وړ وګرځېده .

ددې پرتمينې غونډې بل ويناکوونکی ښاغلی قانونپوه محمداشرف رسولي فارغانو ته د مبارکۍ ويلو تر څنک د تابش د لوړو زده کړو موسسې له علمي او اکاډيميک فعاليتونو او لاسته راوړنو څخه ستاينه وکړه .

نوموړي د ټولنې په پرمختګ کې د علم په ارزښت او رغنده رول باندې رڼا واچوله او پدې برخه کې يې ګټور مطالب بيان کړل .

په همدې توګه نوموړي سره له هغه ناخوالو او ننګونو چې د ملي وحدت حکومت پر وړاندې پراته دي هيله څرګنده کړه چې ګران فارغين د ملي اقتصاد په بېلابېلو څانګو کې چې د هر نارينه او ښځينه تحصيل کړي ځوان هيله او آرمان دی جذب کړي .

په همدې ترتيب ددې جشن د وينا کوونکو په لړ کې ښاغلي ډګر جنرال عزیزالرحمن د فارغ التحصيلانو د اولياو په استازيتوب فارغانو ته د ښو هيلو درلودلو او مبارکۍ ويلو په ضمن کې د تابش د لوړو زده کړو موسسې د رهبري هئيت له نه ستړي کېدونکو هلو ځلو څخه ستاينه او مننه وکړه .

همدراز د علم د کسبولو د ارزښت او د افغاني ټولنې په رغونه او پرمختګ کې ددې موسسې د ځوانو فارغ التحصيلانو د رغنده رول په اړه عالمانه وينا وکړه .

د فراغت پدې جشن کې ددې موسسې د فارغ التحصيلانو له ډلې څخه يوې تنې مرحبا (( هاشمي )) د قرآن مجید او نبوی حديثو په رڼا کې د علم او معرفت لوړمقام ته په درناوي درلودلو د خپلو نورو همقطارانو په استازيتوب ددې موسسې له مجربو استادانو او رهبري هئيت څخه ستاينه او مننه وکړه چې موږ په څلورکلنه تحصيلي دوره کې د مجربو استادانو او ددې مؤسسې د سالمې او زړه سوانده رهبري هئيت له عالمانه لارښوونو څخه مستفيد شوي يو او موږ يې د علم او پوهې په جامه پټ او سينګار کړو او د لوی څښتن تعالی له در باره څخه دې علمي موسسې ته د لا علمي بډاينې ، پرمختګ ، بريا او د هېواد بچيانو ته چې ډېر سخت د علم او پوهې لاسته راوړلو او د تحصيل دوام ته تږي دي د صادقانه خدمت دعا وکړه .

په پای کې غونډه د افغانستان ګرانو او قدرمنو خلکو ته د سرلوړی ، فلاح ، نيکمرغۍ ، سوکالۍ او سراسري امنيت په دعائيی سره چې ددې مؤسسې د حقوقو پوهنځي ښاغلي رئیس ايثار صاحب لخوا وويل شوه پای ته ورسېده .

Be Sociable, Share!

کامنت

نام (ضروری)
ایمیل (ضروری)
کامنت (ضروری)
برای ست کردن عکس خود در کامنتها به سایت گراواتار مراجعه کنید.

© 2014 by Tabesh University.