د تابش پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د احصائیه او اکونومتری دیپارتمنت د فارغ التحصیلانو د فراغت لمانځغونډه

04.17.2017
admin

د روان کال د حمل په ۲۲  د سه شنبې په ورځ د مرکزی احصائيې ۳۳ تنه کارمندان چې خپله څلور کلنه تحصیلی دوره یې د تابش پوهنتون د اقتصاد پوهنځي په احصائیه او اکونومتري دیپارتمنت کې سرته رسولې او د لیسانس په کچه ټولنې ته وړاندې شول . ددوی فراغت د تابش پوهنتون او د احصائیې د مرکزې ادارې لخوا ولمانځل شو .

پدې لمانځغونډه کې د مرکزي ادارې د رئيس لخوا د تابش پوهنتون رهبری او اړوندو کارکوونکو ته  چې ددې هېواد بچیانو ته د ښوونې او سالمې روزنې په برخه کې ښه خدمتونو سرته رسولي ، دې خدماتو ته د درناوي لرلو په موخه د تابش پوهنتون رهبری مقام ته د وړياړنې ( تقدير ) لوحه ډالۍ شوه چې په تودې مننې سره و منل شوه .

Be Sociable, Share!

کامنت

نام (ضروری)
ایمیل (ضروری)
کامنت (ضروری)
برای ست کردن عکس خود در کامنتها به سایت گراواتار مراجعه کنید.

© 2014 by Tabesh University.