د تجارتي او کار موندنې د پنځونو(خلاقیتونو) مرکز

01.19.2015
admin

د تجارتي او کار موندنې د پنځونو(خلاقیتونو) مرکز

 مقدمه:

د تابش پوهنتون باور لري چې د انساني ټولنو د پایښت رمز باید د هغوی په خلاقیتونو او پنځونو کې وپلټل شي. ځکه چې ټولنې راتلونکي ته په یوځای کیدو قادر دی چې په پنځونې (خلاقیت) سره وګوري، او په پنځونې او خلاقیت سره تفکر وکړي او په پنځونو او خلاقیتونو کې له سر او ځان ورکولو څخه ویره ونه کړي. په راتلونکي دنیا کې، د انسانانو او ټولنو لوړوالی د هغوی له پنځونو او خلاقیتونو سره تړل شوی دی او د اطلاعاتو د انفجار په زمانه کې، راتلونکی د هغو کسانو په لاس کې دی چې د پنځونو او خلاقیت پوروړی وي. د ډیرو هیوادونو په پراختیا کې د کار موندني ونډې او اهمیت او د کار موندونکو د ځلانده سابقې ته په پام سره او د هغو ډیرو اقتصادي ستونزو ته په توجه سره چې زمونږ هیواد له هغه سره مخامخ دی او له هرې خوا نه مرستې غواړي ، د تجارتي ابتکاراتو او کارموندنې د مفهوم ترویج او خپرول، د کارموندنې له فرهنګ څخه د پلوۍ لپاره بستر جوړونه او له ټولو څخه اړین د ټولو ټولنو لپاره په ځانګړي توګه د پرمختګ په حال کې ټولنو لپاره لکه افغانستان چې له حیاتي اهمیت او اړتیاو څخه برخه ور دی د وګړو روزنه په خاصه توګه کار موندونکي چې د تحصیل لرونکي وي. ځکه د سازمانونو د نن ورځې مسائل د پرون ورځې د حل له لارو سره حل کیدونکې نه دي. او محیطي شرایط په هغه اندازه پیچلي، د تعجب وړ او نا مطمئن شوي دي، چې نور بنسټونه نشي کولای پرته له پنځونې او خلاقیت څخه خپل اوږد مهاله ژوند تظمین کړي. په بله معنا په پنځونې یا خلاقیت پورې د تړلو سازمانونو د ژوند دوام د هغوی د کړنو په محصول، خدمت یا پروسه کې دی.

د تابش پوهنتون په همدې موخه په ۱۳۹۳ لمریز کال د تجارتي او کارموندنې د پنځونو او خلاقیتونو مرکز په جوړولو اقدام وکړ چې په دغه مرکز کې د ټولنې له پوهانو څخه ځوان نسل ته د مرستې په منظور د ښو او نویو مفکورو د تولید لپاره استفاده کیږي.

د تجارتي او کارموندنې د پنځونو (خلاقیتونو) د مرکز ټیم غړي:

احمد ضیا سید خیلي

عبدالقهار شهریار

عبدالشکور قانع

سکندر خان

محمد امان اکرمي

 موخې:

  • دا مرکز د یوه حمایوي سیستم د منځته راوړلو او د خلاقو استعدادنو د هڅونې او د نویو مفکورو او اندونو د څرګندتیا لپاره د فرصت ورکولو په موخه جوړ شوی دی.
  • د ځوان نسل په منځ کې د خلاق تفکر او فکر کولو د فرهنګ ترویج د دې مرکز له یوې بلې موخې څخه ده.
  • د هیواد، سیمې او نړۍ له مهمو سیاسي، فرهنګي او ټولنیزو مسائلو څخه زمونږ د ګرانو محصلینو د ښه پوهاوي د کچې ډیروالی د دې مرکز یوه بله موخه ده.
  • د تجارت د مدیریت، کارموندنې او پنځونې یا خلاقیت له نویو روشونو او نویو زده کړو سره آشنایي د دې مرکز بله موخه ده.
  • دا مرکز به ستاسو د نویو مفکورو د زیږد یا تولید او له هغه څخه د پریکنده پلوۍ لپاره خپل ټول قوت په کار واچوي.
  • دا مرکز د خلاقو او کارموندنې د بشري سرچینو د پراخوالي په موخه د نړیوالې کاري قوې د همغږي لپاره جوړ شوی دی.
  • د تجارتي او کارموندنې د پنځونو(خلاقیتونو) د مرکز عمومي موخې د واقعي نړۍ د ستونزو د حل لپاره له څیړنې او پلټنې څخه ننګونه او پلوي.
  • سپما ته نږدي د نویو خلاقیتونو په پراختیا تمرکز چې یو شمیر زیات خلک کولای شي له هغه څخه ګټه واخلي. د ګډون کوونکو محصلینو د ظرفیت زیاتوالی.
  • د یوه چاپیریال جوړونه چې ښې عملي او تجربي زده کړې په کښې ممکنه وي.
  • له محصلینو څخه د خلاقو پتانسیلونو(لیاقتونو) په بهر ایستلو کې مرسته په داسې ډول چې وکولای شي په خپل نفس باندې د اعتماد په ډیروالي په واقعیت کې د هغوی د مفکورو بدلون ټینګ او کلک په ځای پاتي شي.
  • د تجارتي او کارموندنې د پنځونو(خلاقیتونو) د مرکز ځانګړې موخې د محصلینو د ابتکاراتي مفکورو او برنامو پراختیا. د (صنعت، پوهنتونونو او د نورو خدماتي بنسټونو) په برخه کې د مرستې او ګډون آسانتیاوې برابرول او له دغه نهادونو څخه د محصلینو لیدنه.
  • د ټولنې له بیلابیلو برخو سره د معنا لرونکو اړیکو پراختیا.
  • په موجوده وړتیاو کې د اړتیاو او جوړونو پیژندګلوي.
  • د میکانیزمونو او ظرفیت جوړونې د کړنو د منځ ته راوړلو لپاره هڅې چې له مونږ سره د فعاله بشري قوت په لرولو کې مرسته وکړي.
  • په دې مرکز کې د فعالیت له لارې د بیلابیلو ټیمونو تر منځ د متقابلو مرستو د روحیې منځ ته راوړل او د مشارکتي زده کړې هڅونه.

Be Sociable, Share!

کامنت

نام (ضروری)
ایمیل (ضروری)
کامنت (ضروری)
برای ست کردن عکس خود در کامنتها به سایت گراواتار مراجعه کنید.

© 2014 by Tabesh University.