د تجارتی طرحو د سیالیو په لاره اچونه او د محصلینو د علمی لاسته راوړنو څخه تقدیر

04.23.2017
admin

د تابش پوهنتون د تجارتی او کار پنځونې د خلاقیت مرکز ( BIEC ) د لومړی ځل له پاره د تجارتی طرحو سیالی ددې پوهنتون د مخکښو محصلینو او د تابش پوهنتون د رهبری هئیت او ښاغلو استادانو په ګډون د نخبه محصلینو او سیالو کوونکو ټيمونو په منځ کې په لاره واچوله ، د سیالۍ دا برنامه د کاری وړتیاو د ودې د درې مياشتني کورس د زده کړې څخه وروسته دایره شوې تر څو وکولی شو لدې لارې څخه نوې پنځونکې ( خلاقانه ) مفکورې په نښه او وپېژنو او  راتلونکو ځوانو رهبرانو ته پرمختګ ورکړل شي . د تابش پوهنتون دا ډول برنامې په لاره اچول د کارپنځونې ، کار موندنې ، د کار پنځونې د فرهنګ د خپراوي او د هېواد د اقتصاد د پرمختګ په لاره کې يو مثبت ګام او حرکت ګڼي ، پدې برنامه کې ۵ ټيمونه سيالۍ ته راووتل چې د کاج لرګیو د تزئیناتو شرکت لومړی مقام ، د افغان کاغذ تولیدی شرکت دویم مقام او د خیرخواه د خوراکی او څښونکو توکو انتقالی شرکت درېیم مقام د تجارتی طرحو په ترتیب لاسته راوړ ، همدارنګه پدې برنامه کې سیالۍ کوونکو ټيمونو وکولی شول چې د ګډون ، پانګه اچونې او د تخنیکی ملاتړ په برخه کې د پام وړ وړاندیزونه تر لاسه کړي .

د برنامې په دويمه نیمایی کې تابش پوهنتون د خپلو محصلانو له اکاډميکو لاسته راوړنو څخه چې په ملي او نړيواله کچه کې يې لاسته راوړي وې  ستاینه وکړه . لدې ډلې څخه د تابش پوهنتون د تجارتي حکميت ټيم وکولی شول چې پخپل لومړی کال کې د تجارت د نړيوال حکميت د منځنی آسيا په سياليو کې ګډون وکړي  او د څلور هېوادونو ( متحده عربي امارات ، لبنان ، بحرين او کويټ ) له ټيمونو سره سيالي وکړي ، دقناعت بښونکې پايلې په لاسته راوړلو سره دې ټيم وکولی شول ( د ډېر ځېر ټيم) جایزه خپله کړي .

پدې ترتیب د دک تلسکوپی ، د ګوتو د خاپ او DNA   د لومړی تحقیقی ، علمی او تدقیقی سیمینار له برګزار کوونکو څخه هم ستاینه وشوه ، دې ټيم وکولی شول چې د جرم موندنې په برخه کې د تحقیقاتو ټول اصول او کړنې په عملي بڼه وښيي .

وروسته له هغه وتلو او مخکښه محصلانو څخه چې د رقابتی آزموینې په پایله کې د هېواد د لویې څارنوالی حقوقی ستاژ او د بانوان انستیتوت ته يې لاره موندلې وه ستاینه وشوه او هغوی ته ستاینلیکونه ورکړل شول تر څو لا پخوا نه لا ډېر د علم لاسته راوړنې او اکاډيمیک فعالیتونو په برخه کې هڅه او کوښښ وکړي .

په پای کې د تابش پوهنتون رهبري هئيت مخکښه محصلان دېته وهڅول چې د تيوريکي زده کړو تر څنګ په ملي او نړيوالو سياليو کې ګډون وکړي تر څو خپلې وړتياوې او استعدادونه سياليو ته وباسي پدې برخه کې د تابش پوهنتون رهبري هئيت خپل هر راز ملاتړ اعلان کړ او د محصلانو د لا بریاو غوښتونکی شو .

Be Sociable, Share!

کامنت

نام (ضروری)
ایمیل (ضروری)
کامنت (ضروری)
برای ست کردن عکس خود در کامنتها به سایت گراواتار مراجعه کنید.

© 2014 by Tabesh University.