د حقوقو او سیاسی علومو پوهنځی

01.19.2015
admin

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی:

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی د ۱۳۸۸ لمریز کال د لړم د میاشتي په ۱۶ نیټه د دوه دیپارتمنتونو ۱- قضاء او څارنوالي ۲-  اداري او دیپلوماسي  په لرلو سره د تابش پوهنتون  په چوکاټ کې د یوه خپلواک پوهنځي په بڼه تأسیس شوی دی.

د افغانستان په تحصیلي نظام کې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی،  اته سمستره  د څلورو کلونو په موده کې د لیسانس په کچه تدریس کیږي. معمولاً د حقوقو او سیاسي علومو محصلین د هیواد په تحصیلي بنسټونو کې د څلورم سمستر تر پای پورې په ګډه توګه درس لولي او په پنځم سمستر کې د اداري او دیپلوماسي او قضاء او څارنوالي په دیپارتمنتونو کې رشته بندي کیږي.

  1. د ادارې او دیپلوماسي دیپارتمنت ښوونیزې موخې:

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د اداري او دیپلوماسي دیپارتمنت ټاکل شوې وروستنۍ غوښتنې د نړیوال حقوق، د نړیوالو اړیکو اصول، نړیواله پالیسي، نړیوال کیدل، بهرنی سیاست او د هغه ابزار، په ډګرونو کې د هیواد د ملي ګټود تأمینولو په خاطر د مسلکي او حرفه یي کادرونو روزنه ده.

  • په ټولنه کې د سیاسي او مدنې مبارزو د معیاري کولو په خاطر د پوه او متخصصو سیاسي رهبرانو روزنه.
  • د هیواد د بهرني سیاست د تعریف اوتدوین په خاطر د نړیوال سیاست په ډګر کې د متحولو پارادایمونو او مولفه وپه پام کې نیولو سره د بهرني سیاست د تدوین کوونکو روزنه.
  • د بهرني سیاست په ډګر کې د مسلکي او حرفه یي پالیسي جوړونکو روزنه.
  • د متخصصو او مسلکي دیپلوماتانو او کنسولو روزنه او پالنه.
  • د هیواد د ملي ګټو د تأمین، ساتنې او تداوم د چانه وهلو لپاره د حرفه یي مذاکره کوونکو روزنه.
  • د ښه حکومت دارۍ په برخو کې د علمي او مسلکي کادرونو روزنه.
  • د هیواد په ملي شورای کې د خلکو د استازۍ لپاره د متخصصو وګړو روزنه.
  • په نړیوال ډګر کې د حقوق پوهانو روزنه او پالنه.
  • د خلکو د اساسي، مدني او بشري حقوقو په ډګرونو کې د مسلکي پوهانو روزنه.
  • د اداره عامه په ډګرونو کې د مسلکي مدیرانو روزنه.
  1. د قضاء او څارنوالۍ د دیپارتمنت ښوونیزې موخې:

    د تابش پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د قضاء او څارنوالۍ دیپارتمنت د هیواد د قضايي، عدلي، جرم موندنې او د دفاع وکالت د ظرفیتونو د لوړوالي په خاطر د لاندینیو وګړو  روزنه او پالنه کوي:

  • د پوه او مسلکي قانون ایښودونکو روزنه او پالنه.
  • د قضاء په ډګر کې د منصفانه قضاء او قضاوت لپاره د متخصصو او متعهدو وګړو روزل.
  • د څارنوالۍ په برخو کې د مسلکي او حرفه یې وګړو روزنه.
  • د هیوادوالو د حقوقي او مدني ستونزو د حل لپاره د مدافع وکیلانو روزل.
  • د دولتي نهادونو او خصوصي تجارتي کمپنیو لپاره د حقوقي مشاورینو روزنه.
  • د کریمینالیستیک او کریمینالتخنیک په ډګرونو کې د حرفه یي کادرونو روزل.
  • د هیواد د حقوقي، مدني او سیاسي پوهاوي او فعالیتونو لپاره د متخصصو سیاسي او حقوقي وګړو روزنه او پالنه.
  • د هیواد په ملي شورای کې د استازیتوب لپاره د مسلکي او پوه وګړو روزل.
  • یوې ټولنې ته د رسیدو په خاطر د وګړو روزنه ، چې د قانونیت حاکمیت لاره او رسم یې موندلی او وکولای شو له دې لارې څخه هغه ناخوالې او زشت کارونه چې د نه پوهاوي په اثر منځته راغلي په کمیدو شي.
  • د جرم منلو د کچې د ټیټوالي په خاطر په یوه ټولنه کې د وګړو روزنه، ځکه له یوې خوا قوانین وضع کیږي او له بل پلوه د پوهاوي د سطحې لوړیدل د جرمونو د کمیدو لامل ګرځي.

د استادانو شمیر:

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی  ۲۵ تنه نارینه او ښځینه مجرب او پوه استادان چې علمي رتبې او د دکتورا، ماسترۍ او لیسانس په کچه تحصیلي زده کړې لري په تدریس بوخت دي.

د محصلینو شمیر:

      د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی ۱۴۵۷ تنه نارینه او ښځینه محصلین لري چې په څلورو درسي ټایمونو کې د علم او پوهې په زده کړه بوخت دي.

 

Be Sociable, Share!

کامنت

نام (ضروری)
ایمیل (ضروری)
کامنت (ضروری)
برای ست کردن عکس خود در کامنتها به سایت گراواتار مراجعه کنید.

© 2014 by Tabesh University.