د شرعیاتو پوهنځی

01.19.2015
admin

د شرعیاتو پوهنځی

د تابش پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي په ۱۳۹۰ لمریز کال، د افغانستان د لوړو زده کړو له وزارت څخه د جواز د لاسته راوړلو څخه وروسته د دې پوهنتون د درې نورو پوهنځیو تر څنګ د (۲۲) تنو نارینه او ښځینه محصلینو په لرلو سره د افغانستان ټولنې ته د اسلامي او شرعي علومو د تخصصي خدمتونو د وړاندې کولو په غرض د دوه دیپارتمنتونو (۱) فقه او قانون (۲) حدیث او تفسیر په درلودلو سره تأسیس شو.

۱- د فقه او قانون دیپارتمنت ښوونیزې موخې:

  • د شرعیاتو پوهنځي د فقه او قانون د دیپارتمنت ځانګړې موخه، د عدلي او قضائي بنسټونو په ډګر کې د مسلکي کادرونو روزل دي. تر څو دغه متخصص کادر چې د تصمیم نیونې په اړینو مراجعو کې ځای پر ځای کیږي د الهي دستوراتو او نبوي صلی الله علیه وسلم ارشاداتو او د هیواد د نافذه قوانینو په رڼا کې ښه او معیاري خدمتونه ترسره کړي.

ځکه چې افغانستان په اوسني شرایطو کې په عدلي او قضائي بنسټونو کې د متخصصو او متعهدو کادرونو  په نه لرلو سره له زیاتو چالشونو سره مخامخ دی او خلک له دې پلوه له لویو ستونزو سره لاس او پنجې نرموي.

نو په دې اساس د فقه او قانون دیپارتمنت په مجموع کې لاندې موخې تعقیبوي.

  • د فساد او ناوړه ګټو د مخنیوي په خاطر د عدلي او قضائي بنسټونو لپاره د مسلکي او تخصصي قضاتو روزل.
  • د هیوادوالو او د عدلي او قضائي بنسټونو لپاره د اسلام د مبین دین او د هیواد د نافذه قوانینو د اساساتو په رڼا کې د ښو خدمتونو وړاندې کول.
  • د عدلي او قضائي بنسټونو له لاسه تللي اعتماد، بیا ژوندي کول او د ملت او دولت تر منځ اعتماد پیدا کول.
  • په عدلي او قضائي بنسټونو کې د الهي قانون او وضعي قوانینو تطبیق او پرته له هر ډول بشري معاملي په پام کې نیولو سره د حق سپارل حق دار ته او د جزائي عدالت تأمینول.
  • په ټولنه کې له بې ثباتۍ او بې نظمۍ څخه مخنیوی، ولې هرکله چې د عدلي او قضائي بنسټونو پریکړې د قوانینو په اساس ترسره شي او هیڅ مظلوم ځان ناتوانه او هیڅ زوراور ځان قوي او توانمند احساس نکړي، بې له شکه خلک به په داسې ټولنه کې په هوساینه او آرامۍ سره ژوند وکړي.
  • د الله جل جلاله په ځمکه کې له جرایمو، اخلاقي انحرافاتو او د الله جل جلاله له قانون څخه د سرغړونې مخنیوی.
  • ټولنیز عدالت خواته د ټولنې سوق کول او له ټولنیز بحران څخه مخنیوی.
  • د هیواد د مادي پانګې له ضایع کیدو څخه مخنیوی، هر کله چې په عدلي او قضائي بنسټونو کې، چې دا ماموریت د دې څانګې فارغینو ته سپارل کیږي، خپل کار لرې له فساد څخه ترسره کړي. په دقیقه توګه له مسئولو مقاماتو څخه به هیڅ وګړی په دولتي ادارو او غیر دولتي ادارو کې جراات ونکړي چې د ملت پانګه خپلو جیبونو ته واچوي. چې دا کار یوازې د هغه قاضیانو په مرسته تحقق پیدا کوي، چې د اسلامي علومو په ګاڼه سمبال او متعهد او د قوانینو پیرو وي او بس.
  • د اسلامي او انساني ارزښتونو په لور د خلکو هڅونه او ترغیب.

۲- د حدیث او تفسیر دیپارتمنت ښوونیزې موخې:

د حدیث او تفسیر دیپارتمنت په عمومي توګه دغه لاندې موخې تعقیبوي:

  • د عدلي او قضائي ارګانونو لپاره د نبوي صلی الله علیه وسلم د احادیثو په علم سمبال د مسلکي کادرونو روزل، او د اړتیا په وخت د هغو قضایاو قضائي تفسیر چې قانوني صراحت نلري.
  • د منبرونو، جوماتونو او یا د ډله ئیزې رسنیو له لارې په ټولنه کې د خلکو د روزنې لپاره د متخصصو او مسلکي کادرونو روزل.
  • د اسلام مبین دین د اساساتو په رڼا کې د خلکو لپاره د ښه خدمتونو وړاندې کول.

 

د استادانو شیمر:

په دې پوهنځي کې همدا اوس شاوخوا (۲۲) تنه نارینه او ښځینه استادان د هیواد پوه اوقوي شخصیتونه، چې د لوړو علمي او تخصصي سندونو لرونکي دي په تدریس بوخت دي.

دا پوهنځی همدا اوس شاوخوا (۱۸۰) تنه نارینه او ښځینه محصلین په خپلو څلورو ټایمونو کې لري، چې د اسلامي او شرعي علومو په زده کړه بوخت دي.

 

Be Sociable, Share!

کامنت

نام (ضروری)
ایمیل (ضروری)
کامنت (ضروری)
برای ست کردن عکس خود در کامنتها به سایت گراواتار مراجعه کنید.

© 2014 by Tabesh University.