پروژه وی آمریت

01.19.2015
admin

پروژوي آمریت

    د تابش پوهنتون بنسټ د هیواد د ځوان نسل د ښوونې او روزنې په برخه کې د وطن د زامنو د مادي آسانتیاو او معنوي سلامت د تأمینولو په غرض  د ټولنې له حالاتو او د اوسني عصر له معمولو نورمونو سره سم د ظرفیتونو د زیاتوالي، د علمي ګټو اخیستنو او د کاري وړتیاو له لارې  ايښودل شوی دی. تابش په دې ځانګړنو، ځان  د اقتصاد، حقوقو او سیاسي علومو، ژورنالیزم او شرعیاتو په پوهنځیو کې د علم مینوالو ته د اغیزمن تعلیم او تدریس په برخه کې ژمن بولي، هر اړخیزې بریاوې او آسانتیاوې  یوازې او یوازې د خدمت کولو او وطن دوستۍ په اوچتې روحیې سره د تکړه او متخصصو کادرونو په روزنه  کې ګڼې.

تابش پوهنتون خپل واحد هدف ته د رسیدو په خاطر له خپلو نور څانګو او دیپارتمنتو سره خدمت کولو ته متعهد دی او په دې ډګر کې یې نه ستړې کیدونکې او تلپاتې هڅې لرلې  دي.

د پروژې آمریت د تحصیلي خدمتونو د وړاندې کولو په منظور چې زیاتره یې د ظرفیت لوړوالی دی او د دې پوهنتون په چوکاټ کې تحصیلي لنډ مهاله کورسونه یا برنامې جوړې شوي او د تأسیس له مودې څخه تر دې دمه د نورو څانګو تر څنګ، د پوهنتون یوه فعاله څانګه شمیرل کیږي.

د دې څانګې ځانګړي فعالیتونه د تحصیلي خدمتونو وړاندې کول لکه تریننګونه، لنډ مهاله کورسونه، د ظرفیت د لوړوالي برنامې، د اوږدمهاله تحصیلي برنامو طرح کول او په درسي سیستم کې د کیفیت لوړول جوړوي.

عمده او اصلي مطالب:

  • د اقتصاد پوهنځي کې د لیسانس په کچه د احصائې مرکزي اداره د کارکوونکو لپاره تحصیلي برنامه.
  • د ټول ټاکنو خپلواک کمیسیون د کارکوونکو لپاره ښوونیزه برنامه.
  • د ماسترۍ د کریکولم پراختیا.
  • راتلونکي پلانونه.
  • د اقتصاد پوهنځي کې د لسانس په کچه د احصائې مرکزي  اداره د کارکوونکو لپاره تحصیلي برنامه.

پورتنۍ برنامه د تابش پوهنتون او د احصائې مرکزي اداره ترمنځ له تړون څخه وروسته د هغې محترمې اداره د کارکوونکو لپاره چې له دولسمو ټولګیو څخه فارغ شوي دایره شوې او جریان لري.

دا برنامه د محترمې اداره د کارکوونکو د ظرفیت د لوړوالي په خاطر ده، چې معرفي شوي کارکوونکي د کانکور په آزموینه کې له بریاليتوب وروسته د اقتصاد پوهنځي په تحصیلي دوره کې شامل شوي دي، محصلین به د تحصیل په بهیر کې او وروسته له هغه، قادر په دې وي تر څو  د ښه  خدمت جوګه شي او  شتون یې د خپلې ادارې لپاره ګټور وي.

د یادولو وړ ده کوم ټولګي او درسي مواد چې د پوهنتون لخوا   د محصلینو په خدمت کې ورکړل شوي معیاري دي او د هیواد یا له هغه څخه په پورته کچه په تحصیلي ستندردونو او معیارونو برابر دي. محصلین به هم قادر په دې وي څو له هغو امکاناتو څخه چې د دوی لپاره برابر شوي اعظمي ګټه پورته کړي او په خپلو کاري چارو کې له پخوا څخه ډیر بریالی څرګند شي.

د پوهنتون کتابتون چې له اقتصادي، حقوقي، دیني علومو او نورو ارزښتمنو ګټورو کتابونو څخه بډای دی هم د ګرانو محصلینو په چوپړ کې دی څو له درس څخه د فراغت په وختونو کې د خپلو معلوماتو د زیاتوالي په خاطر له هغه څخه ګټه واخلي.

د ټولګي تنظیم د پروژې په آمریت پورې اړوندیږي او په دې ټولګي پورې اړوند ټولې چارې د پوهنتون د دې څانګې له لارې اجرا کیږي او په ټولګي او درس پورې اړوند اړین موضوعات د پوهنتون محترم ریاست سره شریک او هدایت اخستل کیږي تر څو دا پروسه په ښه او اکادمیک ډول سره په وړاندې یوړل شي.

په دې تحصیلي برنامه کې د پروژې د آمریت فعالیتونه په لاندې ډول دي:

  • د ټولګي حاضري جوړول او تنظیمول.
  • درسي مهال ویش جوړول او برابرول.
  • ښاغلو استادانو ته د درس لپاره خبر ورکول.
  • پوهنتون ته د ښاغلو استادانو د راوستلو لپاره د پوهنتون ترانسپورت مدیریت ته خبر ورکول.
  • د هغو شکایتونو یاداشت نیول کوم چې د محصلینو لخوا کیږي او بې له کوم ځنډ څخه شکایتونو ته رسیدل.
  • د احصائې مرکزي ادارې مکتوبونه ترلاسه کول او لیږل یی د تحریراتو له مدیریت له طریقه.
  • سیمینارونه
  • آزموینې
  • او په ټولګي پورې اړوند نور موضوعات، د پروژې د آمریت دندې دي.

 

  • د ټول ټاکنو خپلواک کمیسیون د کارکوونکو لپاره ښوونیزه برنامه.

د ټولټاکنو خپلواک کمیسیون د کارکوونکو لپاره د ظرفیت د لوړوالي په منظور د مدیریت او رهبریت ښوونیزه (تریننګ) برنامه.

دا برنامه چې موخه یې د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون د کارکوونکو ظرفیت لوړول دي، د هغو تکړه استادانو په مرسته چې د تابش پوهنتون کې په تدریس بوخت دي وړاندې شوه.

د ښوونیزې برنامې د درسي موادو برابرول، د ترانسپورت تنظیمول، د ټولټاکنو خپلواک کمیسیون سره همغږي او د ښوونیزې برنامې د اړتیا وړ نور مواد د پروژوي آمریت څانګه یې تنظیم او برابروي.

 

 

  • د ماسترۍ د کریکولم پراختیا

    پروژوي آمریت د خپلو نورو انکشافي او لنډ مهاله برنامو ترڅنګ، د ماسترۍ د برنامو لپاره د کریکولم د انکشاف په برخه کې هم فعالیت کړی دی.

کولای شو یادونه وکړو چې کریکولم په دوه ژبو(انګلیسي او دري) له معیارونو او موازینو سره سم جوړ شوی دی. په لومړي قدم کې د ماسترۍ کریکولم د اقتصاد او حقوقو په پوهنځیو کې جوړ شوی او د هغه د بډایني په برخه کې کار روان دی او د تابش پوهنتون په نظر کې لري څو په راتلونکې کې خپل ماستري دیپارتمنتونو ته پراختیا ورکړي او عملاً خپل فعالیتونه پیل کړي.

  • راتلونکي پلانونه
  • د ژورنالیزم پوهنځي لپاره د لابراتوار یا ستدیو منځته راوړل.
  • د نشراتو آمریت په مرسته د چپتر نوټونو بدلول په درسي کتابونو.
  • د اقتصاد په پوهنځي کې د احصائي دیپارتمنت د کریکولم جوړول.
  • د ماسترۍ برنامې لپاره د کریکولم بشپړول.

 

Be Sociable, Share!

کامنت

نام (ضروری)
ایمیل (ضروری)
کامنت (ضروری)
برای ست کردن عکس خود در کامنتها به سایت گراواتار مراجعه کنید.

© 2014 by Tabesh University.