د ژورنالیزم پوهنځی

01.19.2015
admin

د ژونالیزم پوهنځی:

د تابش پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځی د ۱۳۸۹ کال د سلواغې په ۱۹ نیټه د افغانستان د لوړو زده کړو له وزارت څخه د جواز د لاسته راوړلونه وروسته د دې پوهنتون د درې نورو پوهنځیو ترڅنګ د (۲۲) محصلینو په لرلو چې(۴) تنه یې نجونې او (۱۸) تنه نوریې هلکان وه، د افغانستان ټولنې ته د رسنه یي تخصصي خدمتونو په وړاندې کولو د دوه دیپارتمنتونو په درلودلو سره تأسیس شو.

همدا اوس د ژورنالیزم پوهنځی دوه لاندې دیپارتمنتونه لري:

۱- رادیو تلویزیون

۲- مطبوعات

۱- د مطبوعاتو دیپارتمنت ښوونیزې موخې

د ژورنالیزم د پوهنځي دنده ، د هیواد د مطبوعاتو او چاپي  رسنیو په ډګر کې د مسلکي کادرونو روزل دي، چې د تحصیل له پای ته رسیدو څخه وروسته په کار ګومارل کیږي، دا موخه په لنډه توګه لاندیني موارد رانغاړي.

  • د خبریالانو، ګزارشګرانو، د مطبوعاتي مصاحبه کوونکو او همدارنګه د ټولو تحلیلي ژانرونو او تبلیغي ژانرونوـ ادبي او هنري لیکوالانو روزنه چې د چاپي رسنیو له لارې خپریږي او په عامه توګه د عمومي اړیکو د وسایلو په ډولونو کې کار کوي.
  • په دولتي او خصوي خبر رسونې آژانسونو او نړیوال خبر رسونې آژانسونو کې د کار لپاره د ژورنالیستانو او خبریالانو روزنه.
  • د دولتي، خصوصي، او نړیوالو ورځپاڼو د دفترونو لپاره د ژورنالیستانو روزنه.
  • د دولتي، خصوصي، عمومي او اختصاصي بیلابیلو مجلو د دفترونو لپاره د خبریالانو او لیکوالانو روزنه.
  • د چاپي نشراتو(photojournalism ) لپاره د فوتوژورنالیستانو یا خبري عکاسانو روزنه.
  • د ورځپاڼو، مجلو او داسې نورو دفترونو لپاره د چاپي مطبوعاتو د پیام او ټولو رسنیو ادیتورانو او ویراستارانو روزنه.
  • په چاپي خپرونو یا نشراتو کې د مدیر مسئولانو، خبریالانو، ګزارش ورکوونکو او د هیئات تحریر د همکارانو روزنه.
  • په دولتي او خصوصي ادارو کې، په عامه اړیکو او عمومي افکارو پورې د اړوند مسایلو ویاندویانو روزنه.
  • د چاپي خپرونواو نشراتو لکه: ورځپاڼه، مجله، پوستر،اعلان او داسې نورو د طراحانو او ډیزاینرانو روزنه.
  • په رسنه یي اخلاقو او د رسنیو په قانون مجهز د حرفه یې ژورنالیستانو روزنه.
  • د هغو ژورنالیستانو روزنه چې په ټولنیزو رسنیو کې د آنلاین ژورنالیزم له لارې فعالیت کوي.

۲- د رادیو تلویزیون د دیپارتمنت ښوونیزې موخې(اهداف)

په عمومي توګه د رادیو – تلویزیون د نشراتي کارونو په ساحه کې د حرفه یي ژورنالیستانو روزنه ده، چې د دې څانګې فارغان کولای شي په لاندینیو برخو کې د رادیو تلویزیون په نشراتي  ادارو کې په کار بوخت شي.

  • د رادیو خبریال.
  • د تلویزیون خبریال.
  • په رادیو تلویزیون کې د بیلابیلو مصاحبو چلوونکی.
  • د رادیو تلویزیون د خبري برنامو مجري یا چلوونکی.
  • د رادیو تلویزیون د برنامو جوړونکی(پردیوسر).
  • د رادیو تلویزیون د برنامو کارګردان(ډایرکتر).
  • د ضبط، غږ او تصویر د ابزارو په استفاده مسلط والی.
  • په دولتي او غیر دولتي ادارو کې د مطبوعاتي، نشراتي او عامه پوهاوي مسئول.
  • په سیاسي برناموکې د مناظرو، ګردو میزونو او خبرو اترو چلوونکي.
  • د صوتي او تصویري رسنیو د تولید او خپرونو د بهیر د بیلابیلو دندو د سرته رسولو لپاره د لازمو مهارتونو کسبول.
  • په خبري آژانسونو او ویب سایټونو کې د آنلاین برخو خبریال.

د استادانو شمیر:

دا پوهنځی همدا اوس شاوخوا (۲۶) تنه نارینه او ښځینه استادان د هیواد له علمي او کادري مجربو شخصیتونو څخه لري او په دې موسسه کې په تدریس بوخت دي.

د محصلینو شمیر:

په دې پوهنځي کې همدا اوس شاوخوا (۲۰۰) تنه نارینه او ښځینه محصلین په څلورو ټایمونو کې د ژورنالیزم د علم په زده کړه بوخت دي.

 

Be Sociable, Share!

کامنت

نام (ضروری)
ایمیل (ضروری)
کامنت (ضروری)
برای ست کردن عکس خود در کامنتها به سایت گراواتار مراجعه کنید.

© 2014 by Tabesh University.