جومات ته اهدا

12.03.2015
admin

د تابش د لوړو زده کړو د موسسې د مرستو په لړ کې دا ځل ددې مؤسسې مشرتابه هئيت د نو آباد باز محمد خيل سيمې د حضرت امير حمزه رضی الله عنه جامع جومات ته فرش ډالۍ کړ . جومات چې د مسلمانانو په دينی ، ټولنيز ، اقتصادي ، سياسي او علمي ژوندانه کې رغنده ارزښت لري ، لدې امله د اسلام اولیاوو تل خلک د جوماتونو جوړولو ته هڅولي دي او ددې عمل د سرته رسوونکو له پاره يې د ډېر اجر وړلو خبره ياده کړېده .

د تابش د لوړو زده کړو موسسې د ګران هېواد ځوانانو ته  د علمي او اکاديميک چوپړتياو د وړاندې کولو تر څنګ ، د هېواد ديني ارزښتونو ته هم پوره پاملرنه لري او ددې ارزښتونو د بډاينې له پاره عملي او کوټلي ګامونه اوچت کړي لکه د جوماتونو او دارالحفاظونو جوړول او د ديني علومو د لا ښې ښوونې او رونې په امر کې د هېواد علماء يې ترغيب او تشويق کړي دي . نو لدې امله د ټولنې له ټولو رسالتمندو انسانانو څخه هيله لرو جومات ته چې د اسلامي امت د يووالي اصلي کانون دی په کلکه پاملرنه ولري او خپل ځان پدې جاريه صدقه کې شريک کړي .

Be Sociable, Share!

کامنت

نام (ضروری)
ایمیل (ضروری)
کامنت (ضروری)
برای ست کردن عکس خود در کامنتها به سایت گراواتار مراجعه کنید.

© 2014 by Tabesh University.