د نړيوالې جزايي محمکې په لومړنۍ تمثيلي محکمه کې د تابش پوهنتون د ممتازو محصلانو ګډون

موږ په فیسبوک کې تعقیب کړئ

د نړيوالې جزايي محکمې تمثيل د لومړي ځل له پاره د روشنا ټولنيز بنسټ په ابتکار په لاره واچول شوه . ددې برنامې موخه د نړيوال جزايي قانون په برخه کې د محصلانو د عملي پوهې ظرفيت لوړول دي ، ګډنوالو محصلانو په لومړي سر کې وړ زده کړې تر لاسه کړې وروسته په ملي کچه له دولتي او خصوصي پوهنتونونو سره په سيالۍ کېوتل .

د تابش پوهنتون د نړيوالې تمثیلي جزايي محکمې ټيم چې د حقوقو او سياسي علوم د پوهنځي له ممتازو او وتلو محصلانو څخه جوړ شوی د هېواد د دولتي او خصوصي پوهنتونونو په منځ کې سيالۍ ته راووتل ، د سيالۍ د بريالي تر سره کولو څخه وروسته ددې ټيم يو تن غړی ميلاد حکيم ناصري د ګډونوالو په منځ کې د ( ښه وياند ) جايزه تر لاسه کړه . د تابش پوهنتون رهبري هئیت ددې بريا مبارکي د نړيوالې تمثيلي جزايي محکمې ټيم ته ، د حقوقو او سياسي پوهنځي رياست ته او د تابش پوهنتون ټولې اکاډيميک کورنۍ ته وايي او د الله جل جلاله له در بار څخه د ياد ټيم غړو ته د عملي او نظري پوهې او لا برياوو غوښتونکی دی.