موږ په فیسبوک کې تعقیب کړئ

د هندوستان هېواد د شاردا پوهنتون سره د علمی همکاریو د تفاهم نامې لاسلیک

د ۲۰۱۷ زېږدیز کال په ۲۰ نېټه هندوستان هېواد ته د تابش پوهنتون د استازو د رسمي سفر په ترڅ کې دې پوهنتون د لوړو زده کړو د کیفیت د لا ښوالي او د اکادمیک اړیکو د لا ټینګښت په موخه د شاردا پوهنتون سره د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک کړه .

ددې تفاهم نامې پر بنسټ دواړه اکاډمیک بنسټونه به خپله ټوله پاملرنه د ګډو فعالیتونه او د استادانو ، محصلانو او علمي کادرونو د تبادلې  په برخه کې ، په لنډ مهاله تحصیلی برنامو ، د کار زده کولو په دورو ، د درسی کریدیت په لېږد ، د لیسانس او ماسټری په ګډو دورو ، د ګډو علمي فعالیتونو په ترویج او وتلو محصلانو ته د تحصیلی بورسيو د برابرولو په موخه متمرکزوی .