موږ په فیسبوک کې تعقیب کړئ

د تابش د سوداګری حکميت ټيم

د تابش د سوداګری حکميت ټيم د منځنۍ آسيا د سوداګری په اوومه سیالۍ کې د هېواد او تابش په استازيتوب ګډون وکړ.

دا برنامه د KILAW, CLDP, Mena Chambers, BCDR, CILE, MC Academy, United Nation UNCITRAL, ICC and Wolter Kluwer په واسطه په نړيواله کچه د 15هېوادونو په منځ کې په لاره اچول شوې وه د تابش د سوداګری حکميت ټيم د متحده عربي امارات ، کويت ، بحرين او لبنان هېوادنو د څلورو ټيمونو پر وړاندې په سيالۍ پيل وکړ ، په پايله کې دې ټيم وکولی شول چې د ډېر هڅاند او ځېر ټيم جايزه تر لاسه کړي .

په پای کې د تابش رهبری دا نړيواله معتبره لاسته راوړنه د تابش حکميت ټيم او د تابش اکاډمیکې کورنی ته مبارک وايي.