موږ په فیسبوک کې تعقیب کړئ

د تابش پوهنتون د ELSA (EMC2) ټیم ګډون په بحرین هېواد کې د قانون  د زکړې په WTO  ورکشاپ کې د اکتوبر له ۱۴ څخه تر ۱۸ نېټې پورې .

د تابش پوهنتون په هېواد کې د لومړني اکاډمیک بنسټ په توګه د نړيوال سوداګریز سازمان د  ELSA (EMC2) on WTO Law تمثیلی محکمې سیالیو ته چې په تایلند او سویتزرلند ( سویس ) کې جوړېږي لاره ومونده او تاریخ جوړونه يې وکړه .

دا سیالۍ چې د WTO په قانون کې د ELSA (EMC2) په نامه نومول شوې دي د نړیوالې سوداګری په برخه کې حقوقي پوهاوی د موضوعاتو په شفاهی وړاندې کولو  سره د نړيوالو استازو په وړاندې پياوړی کوي .

پدې سياليو کې د نړۍ له ګوټ ګوټ پوهنتونونو څخه ټاکل شوي ټيمونه ګډون کوي چې د سيالۍ وروستی پړاو هر کال د سویتزرلند ( سویس ) په هېواد کې ترسره کېږي .

د یادولو وړ ده چې د تابش پوهنتون د حقوقو پوهنځي نامتو او ممتازو محصلانو پدې سيالۍ کې د لا ښه ځلېدنې او ګډون په موخه د چمتوالي د لنډ مهاله زده کړې برنامه بشپړوي . د WTO ټيم پدې وروستیو کې خپل د زده کړې ورکشاپ په بحرین هېواد کې د اکتوبر له ۱۴ نېټې نه  تر ۱۸ نېتې پورې بشپړ کړ

د تابش پوهنتون د  WTO تمثیلې محکمې ټيم له څلورو وتلو محصلانو  هر یو فریدون صالحی ، حیمدالله همدرد ، هدایت الله جلال او محمد امان اکرمی څخه جوړ دی چې د څو ازمايښتي سیالو د پړاونو له تېرولو څخه وروسته دا ټیم د با تجربه او پوهو مربیانو لخوا لکه میرمن کولوفلوکوګلر او ښاغلي سیرت  احمدخالد حیدری څخه زده کړې تر لاسه کوي .