Read it For Free

له خلکو سره د مرستې له لارې د اضافه عاید لاسته راوړلو سیمینار وړاندې شو.
د افغان هولډېنګ ګروپ مشر سنځر کاکړ د سیمینار وړاندې کولو پر مهال خپلې هغه تجربې شریکې کړې، چې هم یې خلکو ته خیر رسولی او هم یې ترې ګټه ترلاسه کړې ده.
ښاغلي کاکړ ډېر او منظم کار، کاري صداقت، په بازار کې د یوه کاروبار لپاره د تشې پیدا کول او بیا په هماغه برخه کې کار کول، خطر منل، منظمه پلان ګذاري، ژوند کې موخې لرل، د موخو لیکل او بیا یې تعقیبول د بریالي شخص او بریالي کاروبار منشاوې وګنلې.
د تابش پوهنتون رئیس دوکتور خیر محمد مومند د خپلو ویناو پرمهال له ښاغلي سنځر کاکړ څخه مننه وکړه، چې خپل قیمتي وخت یې تابش ته وقف کړ او خپلې تجربې یې له زده کړیالانو سره شریکې کړې.
ښاغلي مومند د ښاغلي کاکړ د ویناو په تائيد خپلې کاروباري تجربې هم شریکې کړې او عملاً یې د خپل کاروباري ژوند سختۍ، د خطراتو منل، کاري ژمنتیا او بریاوې تشریح کړې.
دغه سیمینار چې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د رئیس استاد مجید الله ماموند په تلاوت پیل سره شوی و، د علمي څېړنو د آمر دوکتور میوند صافي لخوا د سنځر کاکړ لنډه پېژنده پکې وړاندې شوه او د ګډونوالو پوښتنو ته تر ځواب ورکولو وروسته د شرعیاتو پوهنځي د رئیس دوکتور اسدالله محمدي په دعایه کلام سره پای ته ورسېد.
د عامه اړیکو او نشراتو آمریت