خپرونې

د تابش پوهنتون د علمي چارو د مرستیال استاد محب الله الله یار تازه څېړنه، چې نړیوال معتبر ژورنال کې خپره شوې ده، تاسې یې په وړیا ډول د لاندې لېنک (تړوني) په پرانیستلو سره لوستلی شئ.
د څېړنیزې مقالې عنوان: د افغانستان په دولتي پوهنتونونو کې د څېړنې پر کلتور اغېز لرونکي فکټورونه.

دلته کلېک وکړئ!

د لاندې لېنکونو له لارې کولی شئ، د تابش پوهنتون د استادانو دوه نوې هغه څېړنې چې په معتبرو نړیوالو ژورنالونو کې خپرې شوي دي، په وړیا ډول يې ولولئ.
تابش پوهنتون باور لري چې څېړنه په نړیوال ډګر کې د افغانستان او افغانانو نوم له نړیوالو سره سیال کولی شي؛ نو ځکه خو یې استادانو څېړنو ته ملا تړلې ده.
د تحصیلي ادارو او هېواد د سرلوړۍ ټولو تږو ته دې دا ستره لاسته راوړنه مبارک وي!
د څېړنې پر لار د مزل دوام…
په یوه نړیوال معتبر ژورنال کې د تابش پوهنتون د استادانو یوه بله څېړنیزه مقاله هم خپره شوه.
د اقتصاد پوهنځي د استادانو زاهد الله زاهد او رفیع الله صافي تازه څېړنیزه مقاله په یوه نړیوال معتبر ژورنال کې خپره شوې ده، چې تاسې یې په وړیا ډول د لاندې لېنک (تړوني) په پرانیستلو سره لوستلی شئ.
د څېړنیزې مقالې عنوان: د اسلامي بانکدارۍ په اړه د خلکو نظر او د پوهاوي کچه.

تابش پوهنتون

تخصص او پوهه