Loading...
Home_Ps2024-10-09T08:38:54+00:00

تابش پوهنتون 

تخصص او پوهه

د تابش پوهنتون پېژندنه

تابش پوهنتون په ١٣٨٨ هـ.ل کال کې د افغانستان لوړو زده کړو وزارت سره په ۲۱ مه ګڼه ثبت او راجستر شو او په کابل ښار کې یې په فعاليت پيل وکړ، چې څلور پوهنځي (حقوق او سیاسي علوم، اقتصاد، شرعیات او ژورنالېزم) لري.

تابش پوهنتون په کال ۱۳۹۱ هـ.ل کې خپله لومړنۍ څانګه په میدان وردګو ولایت کې پرانیسته.

د رهبرۍ او علمي کادرونو په هڅو په ۱۳۹۵ هـ.ل کال کې يې د لوړو زده کړو وزارت له ارزيابۍ څخه وروسته په برياليتوب سره د پوهنتون سويې ته ارتقاء وکړه، چې په کال ۱۴۰۱ هـ.ل کې له کابل څخه ننګرهار ولایت ته انتقال شو.

تابش پوهنتون په یادو څلورو پوهنځیو کې سلګونه نارينه او ښځينه محصلین فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي دي.

تابش پوهنتون د محصلينو د ښې روزنې لپاره کادري استادان، ښه درسي ماحول، مجهزه کتابخانه، کمپوټر خونه او نور سهولتونه برابر کړي دي.

دغه پوهنتون باور لري چې هېواد د تعلیم او تحصیل له لارې د سیالۍ هر ډګر تود ساتلی شي؛ نو د هېواد د سرلوړۍ لپاره يې دغه باورمنه لاره غوره کړې ده.

 
 

د تابش پوهنتون چاپېریال

اوږد مهاله ستراتیژي

تابش پوهنتون ژمن دی چې په مختلفو برخو کې د زده کړې، څیړنې، او د راتلونکي رهبرانو پالنه کې غوره والی ترلاسه کړي.

  • د نړیوالو چارو دفتر – د نړېوالو چارو دفتر د فارغانو او اوسنیو برحالو محصلینو نړیوالې چارې تنظیموي.
  • نړیوالې چارې – تابش پوهنتون د ملګرو ملتونو SDGs په برخه کې تر خپلې وسې د تحصیل په برخه کې د موخو تعقیبونکی دی.
  • د کیفیت تضمین – د کیفیت د تضمین دقتر د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت د تضمین ریاست لخوا د ټاکل شویو یوولس (۱۱) اصلي او نهه څلویښت (۴۹) فرعي میعارونو د تطبیق څارنه او ارزونه کوي.
  • نړیوال همکاران – تابش پوهنتون د ګډو همکاریو د تړونونو له لارې په تحصلي برخه کې نړیوال همکاران لري، او د نورو همکارانو په لټه کې دی. 

د تابش اساسي اصول

د تابش پوهنتون په پام کې لري چې د علمي ودې په موخه د ملي او بین المللي معیارونو مطابق د هېواد بچیانو ته د تدریس او څېړنې په مرسته پوهنیزه، مسلکي او تخصصي زمینه برابره کړي.

تابش پوهنتون د ټولنې د اړتیا او شرایطو په پام کې نیولو سره علمي او تخصصي خدمتونو له لارې د هېواد ځوانانو ته په دوامداره او ګټوره توګه ځانګړو رشتو کې د زده کړه او روزنه ورکوي.

  • اسلامیت
  • افغانیت
  • کلتور
  • رښتینولي
  • د هیواد او سیمې ځانګړی پرمختګ. د خپلو محصلینو او استادانو د علمي کچې د لوړولو په موخه له بهرنیو پوهنتونونو سره اړیکې. د محصلینو د کچې د لوړولو په موخه هر ډول مناسب کنفرانسونه جوړیږي.

  • د هیواد او سیمې ځوان کهول ته د اسلامي او ملي ارزښتونو په پام کې نیولو سره ملي او نړېوال درسي سیستم برابرول.
  • د علمي، مسلکي او تخصصي کادرونو روزنه.
  • د ازاد رقابت له لارې د نورو پوهنتونونو سره د عالي تحصیلاتو سطحه لوړول. 
  • د هیواد او سیمې علمي، مسلکي او تخصصي خود کفایي.

اقتصاد

نور وګوره

ژورنالېزم

حقوق او سیاسي علوم

شرعیات

خبرونه

د تابش پوهنتون د ورستیو فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه دلته معلومات ترلاسه کړئ!

تابش پوهنتون

تخصص او پوهه

 

Go to Top