News Detail

د څېړنو او علمي مجلو معاونيت له لوري د تابش پوهنتون د استادانو پر مټ د ترسره شویو پالیسي سازه څېړنو د پایلو شریکولو کنفرانس د پوهنتون د رهبرۍ، استادانو، د بېلابېلو اداري واحدونو مسؤولینو، ننګرهار ولایت د ټولنیزو، فرهنګي او تعلیمي چارو سلاکار ښاغلي سميع الله سمون، په ننګرهار ولایت کې د یو شمېر ریاستونو او خصوصي پوهنتونو په استازولۍ راغلو مېلمنو او پر لیکه (آنلاین) د یو شمېر ګډونوالو په شتون کې ترسره شو. د پوهنتون رئیس پوهنیار دوکتور عبدالحمید سیرت د کنفرانس د پرانیستې ویناء پر مهال خوښي څرګنده کړه چې د تابش پوهنتون استادان توانېدلي په هغو عناوینو چې د څلورو وزارتونو څخه تر لاسه شوي وو پالیسي سازه څېړنې ترسره کړي او نن یې د دغه کنفرانس له لارې پایلې شریکوي، نوموړي د پالیسیو په جوړولو کې د څېړنو ترسره کولو اهمیت او ارزښت هم بیان کړ. ښاغلي سیرت د څېړنو او علمي مجلو معاونيت، علمي کادر غړو او څېړونکو او ټولو هغو همکارانو څخه د زړه له تله مننه وکړه چې د دغه کنفرانس په تنظیم کې یې زیار ویستی او هغوی ته یې د مادي او معنوي ملاتړ ډاډ ورکړ. ورپسې د ننګرهار ولایت د ټولنیزو، فرهنګي او تعلیمي چارو سلاکار ښاغلي سمیع الله سمون ويناء وکړه. نوموړي خوښي وښوده چې تابش پوهنتون د څېړنې برخې ته خورا زیاته پاملرنه کړې او لا هم په دې برخه کې پرمختګ ته ژمنتیا لري، هغه د اسلامي شریعت له نظره د څېړنې اهمیت بیان کړ او په ټولو برخو کې یې د څېړنو په ترسره کولو ټینګار وکړ. ښاغلي سمون په پای کې د پوهنتون رهبرۍ، څېړنو او علمي مجلو معاونيت او ټولو هغو څېړونکو ته د مننې او کور وداني مراتب وړاندې کړل چې د یاد کنفرانس د تنظیم او څېړنو په ترسره کولو کې یې زیار ویستی. وروسته د څېړونکو لخوا د (١٣) عنوانه پالیسي سازه څېړنو پایلې یو په یو د کنفرانس له ګډونوالو سره شریکې شوې، د یادو برخو ستونزې، آسانتیاوې، وړانديزونه او پایلې روښانه او د ګډونوالو پوښتنو ته یې ځوابونه وويل شول. په پای کې څېړونکو، د کنفرانس تنظیموونکو او هغو محصلانو ته چې د معلوماتو راټولولو په برخه کې یې د څېړنو او علمي مجلو معاونیت سره همکاري کړې وه ستاينليکونه ورکړل شول. تابش؛ پوهه، نوښت او پرمختګ نشراتو آمریت
Founder Image