News Detail

د څلور ګونو پوهنځیو استادانو ته په آنلاين بڼه د Research Training on Identifying Research Gap and Topic تر سرلیک لاندې علمي، څېړنیز سیمینار وړاندې شو ياد سيمينار چې پکې د څلورګونو پوهنځيو استادانو او یو شمېر خصوصي تحصیلي او تعلیمي اداراتو استادانو او کارمندانو په (آنلاین بڼه) ګډون کړی وو، د قرآن عظیم‌الشأن په تلاوت سره پیل شو. د څېړنو او علمي مجلو مرستیال استاد بهيرالله رحماني د سیمینار دپرانیستې ويناء پر مهال د یادې موضوع په ارزښت او اهمیت خبرې وکړې او سیمینار له وړاندې کوونکي استاد څخه یې د دغې مهمې موضوع اړوند د سیمینار وړاندې کولو په موخه مننه وکړه. ورپسې په پنجاب پوهنتون کې د دوکتورا سکالر استاد عابد مومند له لوري سیمینار په آنلاين بڼه وړاندې شو. نوموړي په What Is a Research Gap? Main Types of Research Gaps Step-by-Step Process to Identify a Research Gap TCCM framework Future Research Agenda Turning a Gap into a Research Topic او یو شمېر نورو موضوعاتو مفصل بحث وکړ او د موضوع اړوند یې د ګډونوالو پوښتنې ځواب کړې. تابش؛ پوهه، نوښت او پرمختګ نشراتو آمریت
Founder Image