News Detail

د تابش پوهنتون څېړنو او علمي مجلو معاونيت په هڅو تابش د ټولنيزو علومو نړيوال ژورنال Tabesh International Journal of Social Sciences (TIJSS) پهRePEc (Research Papers in Economics)معتبر نړيوال ډېټابېس کې انډېکس شو. RePEc (Research Papers in Economics) یو نړیوال علمي معلوماتي ډېټابېس سیستم دی چې د اقتصاد، مالي چارو، مدیریت او ټولنیزو علومو اړوند څېړنیزې مقالې، ژورنالونه او علمي اسناد راټولوي او د نړیوالو څېړونکو لپاره یې د لاسرسي وړ ګرځوي. Tabesh International Journal of Social Sciences (TIJSS) په RePEc کې شاملېدل څرګندوي چې دغې علمي خپرونې نړیوال معیارونه پوره کړي او د نړیوالې څېړنیزې ټولنې برخه ګرځېدلې ده. دا انډېکس کېدل د Tabesh International Journal of Social Sciences (TIJSS) علمي اعتبار او credibility زیاتوي،مقالې یې د نړۍ په کچه د څېړونکو، استادانو او پوهنتونونو لخوا په اسانۍ سره موندل کېدای شي، همدارنګه د مقالو د لوستلو، ډاونلوډ او (citation) چانس یې زیاتېږي چې دا د ژورنال علمي اغېز (impact) لوړوي. په RePEc کې شامل ژورنالونه د نړیوالې ارزونې او ranking سیستمونو برخه ګرځي، چې له مخې یې د ژورنال کیفیت او علمي فعالیت سنجول کېږي. دا کار د Tabesh International Journal of Social Sciences (TIJSS) اعتبار لا نور لوړوي او څېړونکو لپاره یو قوي علمي پلتفورم برابروي، چې خپلې څېړنې له نړیوالو معیارونو سره برابرې کړي او د علمي پرمختګ برخه وګرځي. د دېټابېس لینک https://econpapers.repec.org/article/ristijssc/ د تابش ټولنیزو علومو نړیوال ژورنال لینک https://www.tabeshiir.org/tijss/11 تابش؛ پوهه، نوښت او پرمختګ نشراتو آمریت
Founder Image