عرفان الله سباون

زما نوم عرفان الله سباوون دی . زه د افغانستان اوسیدونکی او د کمپیوټر ساینس فارغ التحصیل یم. ما خپله د لیسانس زده کړه د پېښور کې بشپړه ،IMSciences (University of Management Sciences( پاکستان له مخکښو لوړو زده کړو بنسټونو څخه د کړې ده. د خپل علمي او مسلکي ژوند په اوږدو کې مې د زده کړو ټکنالوژی او ټولنیز پرمختگ لپاره قوي ژمنتیا ښودلې ده. ما د انگليسي ژبې د استاد، د ملگرو ملتونو د نړیوال خوراکي پروگرام (WFP) د مرستندویه مرکز (Help Desk) افسر په توگه دندې ترسره کړې دي، او اوسمهال په افغانستان کې د تابش پوهنتون د کمپیوټر ساینس استاد او د مصنوعي خيركتيا (Artificial Intelligence) خانگی امریم. زما علمي علاقې د مصنوعي خيركتيا، دیتا ساینس هوښیارو ښارونو (Smart Cities) ، سايبري امنيت، ديجيتلي بدلون Digital) (Transformation او د دوامدار پرمختگ لپاره د تکنالوژی په اغېز من استعمال راڅرخي د تدريس تر څنگ، زه په علمي سیمینارونو، څېړنیزو فعالیتونو او مسلکي روزنیزو پروگرامونو کې فعاله ونډه اخلم او د نوې را څرگندېدونکو ټکنالوژیو او د ورځني ژوند په بېلابېلو برخو کې د مصنوعي ځیرکتیا د رول په اړه پريزنتيېشنونه وړاندې کوم. د افغانستان د ټکنالوژیک پرمختگ لپاره د خدمت کولو هیله لرم چې د مصنوعي ځیرکتیا پر بنسټ د نوښتونو په برخه کې یو مخکښ ادرس شم، او داسې دوامدارې ډيجيټلي حللارې را منځته کړم چې د زده کړو حکومتولی او د پرمختگ په حال کې د ټولنی د ژوند كيفيت لا ښه كړي.
Founder Image