نبی الله ذهین

نبی الله ذهین د معلوماتي ټکنالوژۍ (IT) استاد او کارپوهـ دی. نوموړي د سید جمال الدین افغاني پوهنتون څخه د کمپیوټر ساینس په برخه کې د لیسانس سند ترلاسه کړی دی. ښاغلي ذهین د معلوماتي ټکنالوژۍ، سیسټم ادارې (System Administration)، کمپیوټري شبکو (Networking) او تخنیکي ملاتړ (Technical Support) په برخو کې مسلکي تجربه لري. هغه د عامې روغتیا وزارت کې د IT کارپوهـ په توګه دنده ترسره کړې او تر دې وړاندې یې د خوړو او درملو ملی اداري سره د دندې په جریان کې د IT زیربناوو، ډیټابېسونو او ډیجیټلي سیسټمونو په مدیریت او پراختیا کې مهمه ونډه اخیستې ده. د خپلې تخنیکي دندې ترڅنګ، نوموړي د ځوانانو د پرمختګ او رهبرۍ په پروګرامونو کې هم فعاله ونډه اخیستي چې له جملې څخه یې د Global Schools Advocacy Program بشپړ اود کیکټایل ټولنې له لارې یې د رهبرۍ سند ترلاسه کړی دی چې فعالیتونه یې د زده کړو، ډیجیټلي سواد، او د ځوانانو د مسلکي ودې په ترویج او پیاوړتیا تمرکز لري. ښاغلی ذهین په انګلیسي، پښتو او دري ژبو روانه پوهه لري. هغه ژمن دی چې محصلینو ته عملي پوهه او مهارتونه ور زده کړي، څو هغوی د معلوماتي ټکنالوژۍ په چټک بدلېدونکي او پرمختللي ډګر کې بریالي او اغېزمن مسلکي اشخاص وګرځي.
Founder Image