د پوهنتون علمي شوری لنډه پیژندنه
تابش
پوهنتون د خپلو علمي، تدریسي، څېړنېزو او یو
شمېر نورو مهمو چارو د ښه ترسراوي او انسجام
په موخه علمي شوری لري چې هر میاشت په نوبتي او فوق العاده ډول غونډې نيسي، چې کارونه يې د خنډ او ځنډ سره
مخ نشي، چې پدې اړه د ملکي لوړو زده کړو قانون (۱۶) شپاړلسمه ماده داسې صراحت لري:
(د
تدریسي، څېړنیزو او اکاډمیکو چارو د ښه
سمون په منظور، د لوړو زده کړو په هر پوهنتون کې علمي شورا
جوړېږي.) د علمي شوری د ترکیب په اړه د د ملکي لوړو زده کړو
قانون (۱۷) اولسمه ماده داسې صراحت لري:
( (۱) د
پوهنتون علمي شورا له لاندې غړو څخه جوړه ده:
۱- د
پوهنتون رئیس، رئیس په توګه.
۲- د
پوهنتون مرستیالان،
د غړو په توګه.
۳- د
اړوندو پوهنځیو رئیسان، د غړو په توګه.
۴- له
هر پوهنځي څخه دوه تنه استادان، د علمي کادر د غړو په واسطه، د آزادو سري او انتخاباتو (ټولټاکنو) له لارې، د
غړو په توګه.
(۲)
د ماسټرۍ
او دوکتورا برنامو، د څېړنو مرکز، مرکزي
کتابتون، نشراتو، معلوماتي ټکنالوژي، د
کیفیت تضمین او اعتبار لوړونې آمران او د کادري
روغتونونو رئیسان یې د اړتیا په
صورت کې د غړو په توګه.
(۳)
د استادانو چارو د سمون آمر، د منشي په توګه.)
ترڅنګ
یې د علمي شوری د غونډو د داېرېدو په اړه د ملکي لوړو زده کړو قانون (۱۹) نولسمه
ماده داسې صراحت لري:
((۱)
د پوهنتون علمي شوری عادي غونډې ، هره میاشت یو ځل داېرېږي. فوق العاده غونډې د
اړتیا له مخې د رئیس په تصمیم یا د هغې د غړو د ثلث (درېیمې) په وړاندیز داېرېږي.
(۲)
د پوهنتون علمي شوری غونډې د دوو ثلثو په حضور سره جوړېږي او تصویبونه یې د حاضرو
غړو د رأیو په اکثریت نیول کېږي.
(۳)
د پوهنتون د علمي شوری د مصوبې دویم ځلي طرح، د هغې د وروستیو پړاونو له تیرولو د مخه،
د موجه دلایلو د موجودیت پر بناء د
پوهنتون علمي شوری د غړو د یو ثلث په وړاندیز او د هغې د غړو د لږ
تر لږه دوو ثلثو په تائید صورت موندلای شي.
(۴)
د پوهنتون علمي شوری تصاویب، د دې قانون د
حکمونو مطابق د اجراء وړ او اړوندو مراجعو ته ابلاغېږي.
(۵)
د پوهنتون د علمي شوری په غونډو پورې نورې
اړونده چاري د جلا لایحې په واسطه تنظمیږي.)
د پوهنتون د
علمي شوری دندې او واکونه
د امارتي او خصوصي پوهنتونونو د
علمي کادر غړو د دندو او مکلفیتونو د تنظیم لارښود د (۱۶) شپاړسمې مادې په اساس د پوهنتون
علمي شوری دندې
په لاندې ډول دي:
۱۶،۱- د
پوهنتون د پالیسۍ ترتیب او اړوندو صلاحیت لرونکو مراجعو ته وړاندې کول.
۱۶،۲- د
علمي کادر غړو د تقرر، بیا ټاکنې، د رتبې تثبیت، ارتقاء، علمي ترفیع، تبدیلۍ او
منفکۍ اړوند اسنادو اصولي ارزونه.
۱۶،۳-د څانګو د درسي نصاب د
وړاندیزونو ارزونه.
۱۶،۴
- د
روزنې تقنيني استناد
او طرحې بيا تعديل
وړاندېز.
۱۶،۵- د لنډمهاله، منځمهاله او اوږدمهاله پراختيايي پلانونو طرح کول.
۱۶،۶ - د څانګو ، پوهنځیو او نورو اړونده برخو تأسيس،
پراختيا، تجزيه، یوځای کولو او یا لغوه
کولو د وړاندیزونو ارزونه.
۱۶،۷
- د
داخلي او نړيوالو هوکړه لیکونو وړاندیز، تعدیل، تمدید او یا لمنځه وړل.
۱۶،۸
- د فوق
لېسانس برنامو
د
پاليسي سند او
درسي نصاب ارزونه.
۱۶،۹- د فوق لېسانس د پروګرامونو د
کمېټو او بورډونو ارزونه.
۱۶،۱۰ - د علمي کادر غړو د تقرر،
بیاځلي تقرر، د رتبې تثبیت، ارتقاء، علمي ترفیع او منفکۍ اړوند اسنادو اصولي
ارزونه.
۱۶،۱۱ - د پوهنتون د اکاډمیکې کلیزې
تصویب.
۱۶،۱۲ - د داخلي او نړیوالو
اکاډمیکو شرایطو د بشپړاوي په صورت کې د پوهنتون د اکاډمیکو صلاحیتونو په حدودو کې
د افتخاري ډیپلومونو د ورکړې تصویب.
۱۶،۱۳ - د کمېټو جوړول او هغوی ته د
یو شمیر صلاحیتونو ورکړه.
۱۶،۱۴ - د اړونده مسؤلینو لخوا د
نورو فعالیتونو او دندو ترسره کول، چې د لوړو زده کړو په اصولو کې یې وړاندوینه شوې ده.