د علمي چارو مرستیال

د علمي چارو مرستیال

بسم الله الرحمن الرحیم

د تابش پوهنتون قدرمنو استادانو، درنو کارکوونکو، ګرانو محصلینو او د علم او پوهې ټولو مینوالو ته!

په ډېر درنښت او ویاړ سره، د تابش پوهنتون د علمي چارو مرستیال په توګه تاسو ټولو ته ښه راغلاست وایم او خپله ژوره مننه وړاندې کوم چې زموږ د علمي او اکاډمیکې کورنۍ برخه یاست.

تابش پوهنتون د دې هوډ او ژمنتیا څرګندونه کوي چې د لوړو زده‌کړو په ډګر کې د کیفیت، نوښت او دوامدار پرمختګ له لارې د هېواد د علمي، فرهنګي او مسلکي ودې لپاره اغېزمن او رغنده رول ولوبوي. موږ باور لرو چې پوهنتون یوازې د تدریس ځای نه دی، بلکې د علمي تولید، فکري روزنې، څېړنې او ټولنیز بدلون یو بنسټیز مرکز دی.

د علمي چارو معاونيت د تدریسي او علمي بهیرونو د معیاري کولو، د نصابونو د عصري کولو، د کیفیت د تضمین د سیستمونو د پیاوړتیا، او د علمي څېړنو د ودې لپاره پر منظم پلان او دوامدارو هڅو ولاړ دی. موږ هڅه کوو داسې یو متحرک او اغېزمن علمي چاپېریال رامنځته کړو چې پکې علمي ازادي، مسلکي صداقت، نوښت او انتقادي تفکر ته وده ورکړل شي.

پوهه او باتجربه استادان د علمي بنسټ ستنې او د پوهنتون د بریا اصلي محور دی. ستاسو علمي وړتیا، ژمنتیا او نه ستړې کېدونکې هڅې د دې لامل ګرځي چې زموږ محصلین په لوړ معیار زده‌کړې ترلاسه کړي او د ټولنې د خدمت لپاره چمتو شي. موږ ستاسو له ارزښتناکو خدماتو څخه د زړه له کومې مننه کوو او د مسلکي پرمختګ لپاره ستاسو دوامدار ملاتړ ته ژمن یو.

ګرانو محصلینو! تاسو د هېواد د راتلونکي هیله او پانګه یاست. له تاسو څخه تمه لرو چې د زده‌کړې په بهیر کې له جديت، انضباط او مسؤلیت څخه کار واخلئ، خپل علمي ظرفیتونه لا پیاوړي کړئ، او د پوهې په ترلاسه کولو کې نوښتګر او هڅاند پاتې شئ.

همدارنګه، موږ ژمن یو چې د نړیوالو علمي معیارونو په رڼا کې د درسي پروګرامونو پراختیا، د څېړنیزو فعالیتونو بنسټیز کول، او له ملي او نړیوالو علمي بنسټونو سره همکاریو ته وده ورکړو،  تر څو تابش پوهنتون وکولای شي په علمي ډګر کې یو معتبر او مخکښ مقام خپل کړي.

په پای کې، یو ځل بیا له ټولو استادانو، محصلینو او اداري کارکوونکو څخه مننه کوم، او هیله لرم چې د ګډو هڅو، ژمنتیا او همکارۍ له لارې به وکولای شو د علم، پوهې او پرمختګ یو روښانه او بریالی راتلونکی تضمین کړو.


ولي الله حنیفي
د علمي چارو مرستیال

Founder Image