د زده کړو بیا ادامه
د هغو محصلینو د زده کړو ادامه چې له څو سمسټرونو وروسته یې زده کړې
پرې ایښې وي او اوس غواړي په خصوصي تحصیلي بنسټونو کې خپلې زده کړې بیا پیل کړي، د
(۳۰) شمېرې مصوبې د ۱۴۴۲/۱/۲ نېټې د (۶) بند
له مخې داسې پرېکړه شوې ده:
۱: د درې يا له درې سمستره کمې مودې غيابت
په صورت کې دې له تنزيل پرته د تحصیل د ادامې اجازه ورکړل شي.
۲: دڅلور و یا پنځو سمسترونو مودې د غيابت په صورت کې
دې په يو سمستر تنزيل سره د تحصیل د ادامې لپاره معرفي شي.
۳: د شپږو یا اووه سمستره مودې غیابت په صورت کې دې په دوه سمستره
تنزيل سره د تحصیل د ادامې لپاره معرفي کړل شي.
۴: د اته یا له اتو زیاتو سمسترونو مودې غیابت په صورت کې دې درې سمستره تنزيل
سره د تحصیل د ادامي لپاره معرفي کړل شي."پورته لیکل شوې پرېکړه د یادې مصوبې له مخې، د راتلونکو اصولي
اجراآتو لپاره تاسې ته درلېږل کېږي.
۵: هغه
محصلین چې تکرار سمستر شوي وي کولی شي د ټاکلي پروسیجر له طی کولو وروسته بیرته په
مربوطه سمستر کې شامل شي.
۶: محصلین چې
یو کال یا یو سمستر يې تاجیل اخیستی وي کولی شي بیرته د ټاکلي پروسیجر څخه وروسته
درسي بهیر پيل کړي.
ددې پریکړو نه
علاوه د لوړو زده کړو وزارت د بیا ادامې لپاره لاندې اصول لیږلي دي.
له دې لکه
څنګه چې تاسې ته معلومه ده، د تحصیلي بنسټونو د محصلینو
د غیرحاضرۍ موده تر دوو کلونو پورې ستونزه نه لري؛ خو که د محصلین د غیرحاضرۍ موده له دوو کلونو څخه زیاته شي،
نو د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو د معینیت د حکم له مخې، اړوند بنسټونه
باید د محصلانو د زده
کړو د دوام په اړه رسمي مکتوب واستوي.
له همدې امله، یو شمېر خصوصي تحصیلي
بنسټونو د خپلو هغو محصلینو په اړه چې له اوږدې مودې راهیسې غیرحاضر پاتې شوي وو،
د رسمي مکتوب له لارې د زده کړو د بیا پیل غوښتنه کړې ده. د موضوع د ارزونې
وروسته، د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو د معینیت د (۴۴۳۲) ګڼې مکتوب، د ۱۴۴۵/۸/۲۲
نېټې، د (۱۰۹۱) شمېرې حکم د ۱۴۴۵/۱۱/۷ نېټې په رڼا کې، لاندې لارښوونه کړې ده:
د خصوصي تحصیلي بنسټونو هغه محصلین چې
د غیرحاضرۍ موده یې له یو تر دوو کلونو پورې وي، د بیا شاملېدو (شمولیت مجدد) په
برخه کې بنسټیزه ستونزه نه لري او د دولتي او خصوصي بنسټونو د نافذه لوایحو او
مقرراتو مطابق کولای شي خپلو زده کړو ته دوام ورکړي. خو که د غیرحاضرۍ موده له دوو
کلونو څخه زیاته وي، نو اړوند بنسټ باید په رسمي ډول د یادو محصلینو بشپړ اسناد د
لوړو زده کړو وزارت ته وړاندې کړي، څو د هغوی د بیا شاملېدو او د زده کړو د دوام
په اړه اصولي تصمیم ونیول شي.
پورته هدایت د محصلانو چارو د معینیت
د لارښوونې پر بنسټ، د راتلونکو اصولي اجراآتو لپاره تاسې ته درلېږل کېږي.