امناء هیئت لنډه پېژندنه

د امناء هیئت د امانتدارو ، تجربه لرونکو، مسلکي او باور وړ اشخاصو یوه ټولګه ده چې د پوهنتون د پالیسۍ جوړونې، ستراتیژیکو پرېکړو او عمومي لارښوونې مسؤلیت لري، چې د پوهنتون د موخو د تحقق، شفافیت، حساب ورکونې او اغېزمنتیا د تضمین لپاره کار کوي. له نېکه مرغه تابش پوهنتون د لوړو زده کړو محترم وزارت څخه د خصوصي پوهنتونونو  ( ۵)۲۵/۹/۱۴۴۶ګڼه نېټې پریکړې په اساس او د لوړو زده کړو وزارت محترم مقام د (۱۲۳۸۹) ۲۴/۱۰/۱۴۴۶ ګڼه نېټې حکم په اساس د امناء هئیت منظوري ترلاسه کړې ده چې پنځه غړي لري. په رأس کې یې د پوهنتون بنسټګر دوکتور خیر محمد مومند قرار لري، چې په عادي ډول په کال کې څلور عادي غونډې لري او د ضرورت په اساس فوق العاده غونډې هم داېروي. د خصوصي پوهنتونو د مقررې (۱۴) مه ماده د پوهنتون هیئت امناء تشکیل او د هغې د غړو ټاکلو په اړه داسې صراحت لري:

 (۱) د ملکي لوړو زده کړو د قانون له حکمونو سره سم پوهنتون کې د تدریسي، علمي ــ څېړنیزو او اکاډمیکو چارو د غوره سمون په منظور د امناء هیئت تأسیسږي.

(۲) د امناء هیئت د تصمیم نیونې د غړو ټولګه ده، چې د پوهنتون په سر کې  قرار لري او د ملکي لوړو زده کړو قانون او نورو اړونده تقنیني سندونو د حکمونو  په رڼا کې د پالیسیو، تشکیلاتو، بودیجې تدوین او سترو ستونزو د حل لپاره وروستی تصمیم نیسي.

(۳) پوهنتون مکلف ده چې د اړونده اساسنامې سره سم د چارو د تنظیم  او سالمې رهبرۍ په منظور د امناء هیئت تاسیس کړي.

(۴)  د امناء هیئت لږ تر لږه د لېسانس  د زده کړې د درجې ، پوهې، او تجربې ، نیک شهرت او کاري  مخینې لرونکو  اشخاصو څخه جوړ شوی دی، چې  د پوهنتون له خوا  د امناء هیئت په توګه معرفي او ریاست او د لوړو زده کړو وزارت له تأیید څخه وروسته د وروستي تصویب لپاره  خصوصي پوهنتونونو کمیسون ته وړاندیز کیږي.

(۵) د امناء هیئت غړي د بنسټګر په واسطه د تفاهم لیک په لاسلیک سره معرفي کېږي او د لوړو زده کړو وزیر د منظورۍ له اخیستلو څخه وروسته په خپل کار پیل کوي.

د امناء هیئت دندو لایحه

د خصوصي پوهنتونونو د مقررې د (۱۵) مادې له مخې د امناء هیئت لاندې دندې او واکونه لري:

1.        د پوهنتون د ودې او پراختیا لپاره د داخلي ستراتېژۍ او پالیسۍ تدوین.

2.        د پوهنتون د رئیس او مرستیالانو ټاکل او لوړو زده کړو وزارت مقام ته د هغوی وړاندیز

3.        د اړونده پوهنتون د فعالیت له ډول څخه داخلي څارنه.

4.        د اړونده پوهنتون له مالي او حقوقي موضوعګانو څخه وروستۍ څارنه.

5.        د پوهنتون د ونډوالو د ستونزو حلول.

6.        د قوانینو ، مقرراتو ، لایحو د تطبیق او له هغو تأدیبي اکاډمیکو سر غړونو څخه څارنه چې په اړونده پوهنتون کې صورت مومي او هغې ته رسیده ګي کول.