د څېړنو او علمي مجلو مرستیال
د
علمي څېړنو او مجلو مرستيال پيغام
شروع کوم د الله
تعالی په نوم، چې ډېر مهربانه او رحم کوونکی دی
د تابش پوهنتون د څېړنې او علمي مجلو د مرستیال په توګه، زه ویاړم چې د دې
علمي بنسټ د څېړنیز، نوښتګر او علمي پرمختګ په پیاوړتیا کې ونډه لرم. دا زما
لپاره يو لوی مسؤلیت او ویاړ دی چې د پوهې د تولید او خپرولو په برخه کې خدمت
وکړم.
تابش پوهنتون
کې څېړنه د لوړو زده کړو اساسي ستنه او د فکري او ټولنیز پرمختګ مهم بنسټ بولې. زموږ
موخه دا ده چې یو فعال، منظم او ملاتړ کوونکی څېړنیز چاپېریال رامنځته کړو، تر څو
استادان او محصلین وکولای شي نوې نظریې وپلټي، علمي څېړنې ترسره کړي او د معاصرو
ستونزو لپاره عملي حللارې وړاندې کړي. موږ د انتقادي فکر، نوښت او علمي تحلیل د
پیاوړتیا لپاره دوامداره هڅې کوو.
د څېړنې او علمي مجلو معاونيت هڅه کوي چې د پوهنتون علمي کادر او
محصلینو څېړنیز ظرفیت لوړ کړي. موږ د څېړنې د اصولو د پیاوړتیا، د څېړنیزو
میتودونو د زدهکړې او د علمي لیکنې د مهارتونو د ودې لپاره لازمې اسانتیاوې
برابروو. همدارنګه، څېړونکو ته لارښوونه کوو چې خپلې علمي لیکنې په معتبرو ملي او
نړیوالو مجلو او
ژورنالونو کې خپرې کړي، په داسې حال کې چې د علمي
امانتدارۍ، شفافیت او اخلاقي اصولو درناوی وشي.
سربېره پر دې، موو
هڅه کوو چې ګډې څېړنې ترسره کړو او
همدرانګه له کورنیو او بهرنیو علمي بنسټونو سره د همکارۍ
د پراختیا زياته کړو. د عصري ټکنالوژۍ، ډیجیټلي کتابتونونو او علمي سرچینو ته د لاسرسي
برابرول زموږ له مهمو لومړیتوبونو څخه دي، تر څو د څېړنې کیفیت او اغېز زیات شي. د
ځوانو څېړونکو ملاتړ او د استادانو علمي پرمختګ ته ځانګړې پاملرنه کېږي.
د علمي مجلو او
ژورنالونو پراختیا او مدیریت هم زموږ د دفتر له مهمو دندو
څخه دی. موږ ژمن یو چې د علمي خپرونو په برخه کې نړیوال معیارونه مراعات کړو، د
دقیقې او عادلانه ارزونې (Peer Review) بهیر پلي کړو، او د پوهنتون علمي لاسته راوړنې په ملي او نړیواله کچه
مطرح کړو.
د شفافیت، حساب ورکونې، مسلکيتوب او دوامداره پرمختګ پر بنسټ، زموږ هڅه
دا ده چې تابش پوهنتون د څېړنې او علمي مجلو یو مخکښ مرکز وګرځوو. زموږ وروستۍ موخه دا ده
چې داسې څېړنې او مسلکي کدرونه وروزو چې ټولنې، هېواد او بشریت ته ګټور تمام شي.
په درنښت،
بحيرالله رحماني
د څېړنې او علمي مجلو مرستیال