معلوماتي تکنالوژي

د معلوماتي تکنالوژي څانګې پېزندنه

د معلوماتي ټکنالوژۍ ډيپارټمنټ په ۱۴۰۴لمریز کال کې د کمپيوټر ساینس پوهنځي په چوکاټ کې د ځوانو مسلکي، نوښتګرو او متخصصو کادرونو د روزلو په موخه د لیسانس په کچه تاسیس شوه. چې څلور دایمي کادري استادان لري.

لرلید(Vision):

د معلوماتي ټکنالوژۍ څانګه د داسې مسلکي او نوښتګرو متخصصینو د روزنې موخه لري چې د هېواد د ډیجیټلي بدلون او ټکنالوژیکي پرمختګ په بهیر کې رغنده ونډه ولري.

ماموریت (Mission):

د معیاري زده کړو، علمي څېړنو له لارې د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې د وړ، خلاقو او مسؤلو کادرونو روزنه، څو د کار بازار اړتیاوې پوره او د ټولنې پرمختګ ته خدمت وکړي.

د برنامې امکانات او تجهيزات

·     باتجربه او متخصص استادان

·     مجهزې درسي خونې

·     مجهز کتابتون

·     مجهز کمپيوتر لېب

·     مجهز هارډویر لېب

·     مجهز ډېټا سنټر

·     مجهز نېټورک سېسټم

·     د چټک انټرنېټ آسانتياوې

·     ډېجټل کتابتوب

·     د کنفرانسونو او ناستو مجهز تالارونه