فقه او قانون

 

د  فقهې او قانون څانګه په  ۱۳۸۸ هجري لمریز کال کې د تابش پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي   په چوکاټ کې د کابل په ښار کې تأسیس شو. یادې  څانګې په همدې کال  خپل اکاډمیک فعالیتونه پیل کړل چې اوسمهال ۱۹۶ تنه برحاله محصلان لري، د دې سربیره يې تر اوسه پورې په یوولسو دورو کې ټول ( ۴۵۹) فارغان ټولنې ته وړاندې کړي دي، چې دا مهال د هېواد او هېوادوالو د خدمت په موخه په بېلابېلو دولتي او غیر دولتي ادارو کې دندې ترسره کوي.

 د فقهې  او قانون څانګه په خپل تشکیلاتي جوړښت کې څلور تنه دایمي او ۱۱ قراردادي استاذان لري.

د فقهې او قانون څانګې لرلید:

د فقهې او قانون څانګه به د اسلامي فقهې او قانون پر بنسټ  د مسلکي او ژمنو کادرونو له لارې د ټولنې ستونزو ته علمي او عادلانه حل لارې وړاندې کړي

ماموریت: د فقهې او قانون څانګه دین، هیواد ته د خدمت په خاطر عدلي، قضایي او تعلیمي اداروته مشخص کادرونه روزي او ټولنې ته یې د خدمت په توګه وړاندې کوي

د فقهې او قانون څانګې ستراتیژک اهداف

1.    پر اسلامي فقه او قانو باندې تخصصي پوهه ترلاسه کول

2.    د اسلامي فقهې په رڼا کې د نویو مسائلو حل

3.    ټولنې ته په فقه او قانون برخه کې تخصصې کادرونه وړاندې کول

4.    د ټولنې اړتیاو ته ځواب ویل

5.    څیړنیزه وده او علمي نوښت

6.    کیفیت لوړونه او اعتبار ساتنه