د حقوقو اوسیاسي علومو پوهنځي لنډه پیژندنه
د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی د پوهنتون له تاسيس سره سم د لوړو زده کړو وزارت لخوا د (۱۳۸۸-۱۰-۲۴) نېټه په رسمي تائيدۍ سره سم په مرکز کابل کې خپل اکاډميک فعالیت پیل کړ. چې په ۱۴۰۲ ه.ل کال کې د ننګرهار ولایت ته را انتقال او همدلته خپل علمي فعالیت ته ادامه ور کوي چې تر دی دمه يې په ۱۶ بیلابیلو دورو کې (۲۰۹۸)تنه نارینه او ښځینه محصلین روزلي او ټولنې ته یی د خدمت په موخه وړاندې کړي دي.
دغه پوهنځي د دوو څانګو (حقوق - سیاسي علوم او نړېوالې اړیکې) درلودونکی دی.
د حقوقو پوهنځي په تشکيل کې رئيس، د ډيپارټمنټونو آمرين، او د استادانو سربیره تدريسي مدير هم شتون لري.
حقوق او سیاسي علومو پوهنځی غواړي د باکیفیته زده کړو او علمي څېړنو پرمټ حقوق، سیاسي علوم او نړيوالو اړیکو کې ځانګړی روزنيز موقف ولري.
حقوق او سياسي علومو پوهنځی د خپلو موخو په پام کې نیولو سره د معاصر تدريس پر مټ ټولنې ته د عدالت، قانون حاکمیت او ښې حکومتولۍ په روحيه سنبال استعدادونه روزي.