مصنوعي ځيرکتیا

د تابش پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي اړوند د مصنوعي ځیرکتیا څانګه په ۲۰۲۵ کال کې په رسمي ډول جوړه شوې ده. د دې څانګې موخه دا ده چې د تدریس، څېړنې او نوښت په برخه کې لوړ معیارونه رامنځته کړي او داسې محصلین وروزي چې د مصنوعي ځیرکتیا په ډګر کې مسلکي پوهه او مهارتونه ولري.

په دې څانګه کې ځانګړې پاملرنه د مسلکي څېړونکو او راتلونکو رهبرانو روزنې ته کېږي. د عصري درسي پروګرامونو، عملي زده‌کړو او اخلاقي ارزښتونو پر بنسټ، دا څانګه هڅه کوي چې محصلین د نوې ټکنالوژۍ له پرمختګونو سره بلد کړي.

د مصنوعي ځیرکتیا څانګه دا هدف لري چې د افغانستان او سیمې په کچه د ټکنالوژۍ پرمختګ او د ټولنې د ودې لپاره ګټوره او اغېزمنه ونډه واخلي

لرلید:

د نوښت، اخلاقو او دوامداره پرمختګ په محور په ملي او سیمه ایزه کچه د مصنوعي ځیرکتیا د زده کړې او څېړنې مخکښه مرجع جوړیدل.

ماموریت:

د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې د خلاقو او ژمنو متخصصو روزنه، چې زده کړې، څېړنې او نوښت ته ژمن وي او د ټولنې او صنعت ستونزې د معاصرې تکنالوژئ په مرسته حل کړي.