لسانس په اداره او تجارت کی

د برنامې لنډه پېژندنه

د اقتصاد پوهنځي اړوند د تشبثاتو ادارې لېسانس برنامې په ١٣٨٨هـ لمريز کال کې د پوهنتون د ايجاد سره يوځاى په فعاليت پيل کړى دى. له پيله تر دې دمه يې پرله پسې ۱۶ دورې فارغان ورکړي دي. نوموړې څانګه د يوه ځانګړي ستراتېژيک اهميت له مخې يو فعال ډيپارټمنټ دى، چې د محصلانو تقاضا ورته ورځ تر بلې په ډېرېدو ده.

لرلید

تشبثاتو ادارې څانګه غواړي د هیواد په سوداګرۍ او اداري برخو کې د اقتصادي ودې، څېړنیز پرمختګ او ټولنیزې پیاوړتیا لپاره ځانګړی رول ولوبوي.

مأموريت

د تشبثاتو ادارې څانګه د خپلو تدریسي ظرفیتونو او عملي روزنې له لارې محصلان په مسلکي اخلاقو، سوداګریزې پوهې او تحلیلي مهارتونو  سمبالوي ترڅو د هیواد په اقتصادي وده، څیړنیز پرمختګ او ټولینزې پیاوړتیا کې فعال رول ولوبوي.

د برنامې زده کړهييز اهداف:

1.         محصلان به د تشبثاتو بنسټیز مفاهم او اصول درک کړي.

2.         محصلان به د نوښت او خلاق فکر وړتیا ترلاسه کړي.

3.         محصلان به د سوداګریزو فرصتونو د پېژندنې او ارزونې مهارت ولري.

4.         محصلان به د سوداګریز پلان جوړولو توان ولري.

5.         محصلان به د مدیریت، مالي چارو او بازارموندنې بنسټیز مهارتونه زده کړي.

6.         محصلان به د خطر مدیریت او د ستونزو د حل وړتیا ولري.

7.         محصلان به د رهبرۍ، ټیم ورک او مسلکي اخلاقو اصول عملي کړي.

8.         محصلان به ځان‌ ته دکارموندنې او د نویو کاري فرصتونو د رامنځته کولو وړتیا ولري.