د محصلانو چارو مرستیال

د محصلانو چارو مرستیال

بسم الله الرحمن الرحیم

د تابش پوهنتون د محصلانو چارو د مرستیال په توګه، ویاړم چې د دې علمي بنسټ محصلانو ته د هغوی د علمي، اداري او ټولنیزو چارو سمون، پراختیا او پیاوړتیا په موخه خدمت ترسره کوم.

 زموږ اساسي موخه دا ده چې محصلانو ته یو سالم، خوندي، منظم او معیاري تحصیلي چاپېریال برابر کړو، چې وکولای شي خپلو علمي، فکري او مسلکي استعدادونو ته په ښه ډول وده ورکړي او د راتلونکي لپاره اغېزمن چمتوالی ولري.

د محصلانو چارو معاونیت هڅه دا ده چې د محصلانو د ستونزو اورېدلو، د هغوی د حقونو خوندي کولو او د پوهنتون له بېلابېلو علمي او اداري څانګو سره د اغېزمنې همغږۍ له لارې د محصلانو او ادارې ترمنځ یوه پیاوړې، شفافه او باوري اړیکه رامنځته کړي. د محصلانو وړاندیزونو او نظریاتو ته درناوی، ستونزو ته پر وخت رسېدنه او عادلانه چلند زموږ د کاري اصولو مهم بنسټونه دي.

موږ باور لرو چې پوهنتون د دې تر څنګ چې د زده‌کړو ځای دی د شخصیت‌ جوړونې، رهبرۍ، نوښت او ټولنیز مسؤلیت یو ستر مرکز هم دی. له همدې امله د محصلانو د علمي پرمختګ تر څنګ، د هغوی اخلاقي روزنې، کلتوري فعالیتونو، علمي او ټولنیزو برنامو او سالم تفریحي چاپېریال ته ځانګړې پاملرنه کوو، چې محصلان وکولای شي خپلو وړتیاوو ته په هر اړخیز ډول وده ورکړي.

د شفافیت، مسؤلیت ‌پېژندنې، همکارۍ او دوامدارو هڅو پر بنسټ هیله لرو چې داسې تحصیلي فضاء رامنځته کړو چې محصلان پکې د باور، نظم او هڅونې احساس وکړي  او په پایله کې داسې محصلان وروزو چې د ټولنې، هېواد او بشریت لپاره علمي، مسلکي او اخلاقي ارزښت ولري.

درنښت

شمس الحق ثاقب

د محصلانو چارو مرستیال

Founder Image