بسم الله الرحمن الرحیم
الحمد لله رب العالمين، والصلاة والسلام على سيد المرسلين وإمام المتقين، وعلى آله وصحبه ومن تبعه بإحسان إلى يوم الدين.
أما بعد:
تابش پوهنتون شرعیاتو پوهنځی د اسلامي شریعت او قانون په برخه کې معیاري مرکز دی، چې د غوره استادانو او مسلکي کادرونو په مرسته محصلانو ته نظري او علمي زده کړې، څېړنیزې وړتیاوې او مسلکي مهارتونه برابروي.
موږ هڅه کوو چې زده کوونکي یوازې علمي پوهه ترلاسه نه کړي، بلکې د ټولنې د خدمت لپاره مسؤل او متعهد فارغان شي.
د کیفیت لوړ معیارونه، عصري ټکنالوژي، څېړنه او ټولنیزې همکارۍ زموږ د زدهکړيز چاپیریال ځانګړتیاوې دي، ترڅو محصلان د اسلامي ارزښتونو او نړیوالو معیارونو سره سم چمتو شي.
زموږ فارغان د ټولنې په عدلي، قضایي، تعلیمي، څېړنیزو او ټولنیزو برخو کې مهمه ونډه لري او موږ ژمن یو چې د پوهنځي علمي، اداري او ټولنیز پرمختګ په دوامداره توګه یقیني کړو.
په پای کې: هیله لرو چې په دې ویب سايټ کې هغه څه ومومئ, چې ستاسو لپاره ګټور تمام شي او خوښ به شو چې موږ سره خپل نظرونه او وړاندېزونه د بريښنالیک له لارې شريک کړئ.
و صلی الله تعالی علی خیر خلقه محمد وعلی آله وصحبه اجمعين.
والسلام
دوکتور اسدالله محمدي
د شرعياتو پوهنځي رئیس