پېژندنه

د برنامې پېژندنه

د حقوقو دیپارتمنت هغه علمي څانګه ده چې موخه یې د قانون، عدالت او ټولنیز نظم د ټینګښت لپاره مسلکي کدرونه روزل دي. په دې څانګه کې زده‌کوونکي د اسلامي فقهې او ملي قوانینو ترڅنګ د نړیوالو حقوقو، بشري حقونو او عدلي کړنلارو په اړه ژوره پوهه ترلاسه کوي، څو د ټولنې حقوقي ستونزې په علمي او عملي ډول حل کړي. د برنامې ځانګړتیا دا ده چې هم د نظري درسونو او هم د علي روزنې له لارې د زده‌کوونکو تحلیل، څېړنیزه وړتیا او مسلکي مهارت لوړوي. د دې څانګې فارغین کولای شي د قضا، څارنوالۍ، وکالت، تدریس، څېړنې او حقوقي مشورې په برخو کې د ټولنې او دولت لپاره ارزښتناک خدمت ترسره کړي.

د برنامي ارزښتونه

1.  د ديني او ملي ارزښتونو ساتنه او د اسلامي شعائرو درناوی او رعايت.

2.  د عقيدوي، فکري، اخلاقي، علمي او مسلکي روحيې هر اړخيزه پياوړتيا.

3.  د اخلاص، تقوا او عبادت د ترسره کولو روحيه پياوړې کول.

4.  اسلامي ارزښتونو ته د ژمن مسلمان، متدین او مسلکي کادر روزنې ته پاملرنه.

5.  د اسلامي اخوت، يووالي، مهربانۍ، خواخوږۍ، خدمت کولو او يو بل ته د درناوي او ايثار روحيه پیاوړې کول.

6.  پر شرعي احکامو عمل او پر هغو د ټینګې عقیدې روحیه پیاړې کول.

7.  د ديني اصالت او دنيوي او عصري اړتيا پر بنسټ د ديني او عصري علومو ترمنځ د توازن رامنځته کول او د هغو ترمنځ د اړيکې د ټينګوالي روحيه پیاوړې کول.

د برنامي زده کړه ييزي موخې

·     د قانون، عدالت، او حقوقي اصولو په اړه د محصلینو علمي پوهه پراخول.

·     د هېواد د عدلي، قضایي، تقنیني او اداري بنسټونو لپاره د مسلکي او مسؤلو حقوقپوهانو روزنه.

·     د ملي او نړیوالو حقوقي نظامونو، قوانینو او حقوقي میتودونو په اړه د محصلینو تحلیلې او انتقادي وړتیاوو لوړول.

·     د څېړنو او علمي فعالیتونو له لارې د حقوقي ستونزو د حل لپاره علمي او عملي حللارې وړاندې کول.

·     د قانون حاکمیت، عدالت، او ټولنیز نظم د پیاوړتیا په برخه کې د محصلینو د ژمنتیا، مسؤولیت‌پالنې او اخلاقي اصولو پیاوړي کول.

·     د محصلینو عملي مهارتونه لوړول، لکه د حقوقي اسنادو تحلیل، حقوقي لیکنه، قضایي استدلال، او شخړو حل ته چمتووالی.

 

د برنامي لرلید:

حقوق څانگه غواړي چي د معیاري زده کړو او څیړنو پر مټ د هیواد او سیمي په کچه د یو معتبر حقوقي ، عدلي ، قضايي او تقنیني زده کړو بنسټ په توگه وپیژندل شي.
د برنامې ماموریت: 

د حقوق څانگه دنده لري چی د افغاني ټولني اړتیاو ته په کتو په حقوقي ، عدلي ، قضايي او قانوني زده کړو په برخو کی د متخصصو او مجربو استادانو پر مټ وړ کادرونه ټولنې ته وړاندي کړي.