جذب شرایط:
تابش پوهنتون د اجتماعي علومو په برخه کې یو باوري او مخکښ
تحصیلي بنسټ دی، چې د لوړو زده کړو وزارت د ټاکل شويو معیارونو، تګلارو او علمي
اصولو پر بنسټ معیاري تحصیلي خدمات وړاندې کوي. پوهنتون هڅه کوي چې د ټولنې د
اړتیاوو او د کار بازار د غوښتنو سره سم، مسلکي، ژمن او وړ کادرونه وروزي.
تابش پوهنتون د اقتصاد، حقوقو، شرعیاتو او کمپیوټر ساینس
پوهنځیو له لارې د لېسانس تر کچې تحصیلي برنامې وړاندې کوي او د تدریس په بهیر کې
له معیاري نصاب، مسلکي او مجرب علمي کادر، عصري تدریسي میتودونو او مناسب علمي
چاپېریال څخه ګټه اخلي.
پوهنتون هر کال د عمومي او متفرقه کانکور ازموینو له لارې،
د ځانګړو او ټاکل شويو شرایطو پر بنسټ، په یادو شويو پوهنځیو کې محصلین جذبوي. دغه
ازموینې د لوړو زده کړو وزارت د نافذه قوانینو، طرزالعملونو، لارښودونو او پرېکړو
سره سم ترسره کېږي، څو د شفافیت، عدالت او تعلیمي کیفیت اصل په بشپړ ډول مراعات شي.
تابش پوهنتون ژمن دی چې د لوړو زده کړو په برخه کې د کیفیت
لوړولو، علمي څېړنو پراختیا او د انساني پانګې د پیاوړتیا له لارې د هېواد د علمي
او ټولنیز پرمختګ لپاره اغېزمن رول ولوبوي.
د دولسمو ټولګیو فارغان په کانکور
ازموینه کې په لاندې شرایطو ګډون کولی شي.
1.
د تابعیت تذکرې لرل.
2.
د معارف وزارت څخه تائید
شوی د دولسم صنف سند یاد درې کلنې نمرې لرل..
3.
شپږ قطعې سپين باګراوند د پاسپورټ
سیز عکسونه لرل.
4.
همهاله د بل خصوصي یا دولتي پوهنتون محصل نه وي.
5.
د پوهنتون او لوړو زده کړو وزارت
ټولو مقرراتو ته ژمن وي.
6.
د کانکور د ګډون فیس تادیه کول.
7. د نوملیکنې فورمونه ډکول او معلوماتو مدیریت
ته سپارل.
8.
د کانکور په ازموینه کې د شمولیت کارت ترلاسه کول.
9. هغه واجد شرایط محصلین چې د دولتي کانکور
ازموینې له لارې پوهنتونونو ته معرفي شوي وي، کولی شي تر دوو کلونو پورې د اړوندو
نمرو په لرلو سره د پوهنتون د داخلو پر مهال شامل شي.
10. د تابش پوهنتون له لوري
د نوم لیکنې پر وخت د کانکور ورکړل
شوی کارت ولري.
د څوارلسمو ټولګیو فارغان په کانکور
ازموینه کې په لاندې شرایطو ګډون کولی شي.
1. د تابیعیت
تذکره درلودل.
2. د اړونده
تحصیلي بنسټ څخه تائید شوی سند درلودل.
3.
د پوهنتون او لوړو زده کړو وزارت
ټولو مقرراتو ته ژمن وي.
4.
د کانکور د ګډون فیس تادیه کول.
5.
شپږ قطعې سپين باګراوند د پاسپورټ سیز
عکسونه لرل.
6. د اقتصاد
پوهنځي لپاره د شمولیت په موخه لږ تر لږه ۷۵٪ نمرې لرل.
7. د شرعیاتو
پوهنځي لپاره د شمولیت په موخه لږ تر لږه ۶۵٪ نمرې لرل.
8. د کانکور
کارت درلودل.
9. د نوم لیکنې فورمونه په دقیق ډول ډکول او
معلوماتو مدیر ته سپارل.