پېژندنه

شرعیاتو پوهنځي پیژندنه

د شرعیاتو پوهنځی په ۱۳۸۸ هجري لمریز کال کې د تابش پوهنتون په چوکاټ کې د کابل په ښار کې تأسیس شو. یاد پوهنځی په همدې کال کې د فقهې او قانون ډیپارټمنټ په لرلو سره خپل اکاډمیک فعالیتونه پیل کړل چې اوسمهال ۱۹۶ تنه برحاله محصلان لري، د دې سربیره يې تر اوسه پورې په یوولسو دورو کې ټول (۴۴۴) فارغان ټولنې ته وړاندې کړي دي، چې دا مهال د هېواد او هېوادوالو د خدمت په موخه په بېلابېلو دولتي او غیر دولتي ادارو کې دندې ترسره کوي.

د شرعیاتو پوهنځي په تشکیلاتي جوړښت کې رئیس، د فقهې او قانون ډیپارټمنټ آمر، تدريسي مدير، څلوررسمي، يو شميرقراردادي علمي کادر غړي شامل دي.

لرليد

د شرعیاتو پوهنخي ژمن دی، چې شرعي او قانون برخه کې د اعتدال په روحیه سمبال علمي کاردونه وروزي.

ماموریت

شرعیاتو پوهنځی د اسلامي ارزښتونو په پام کې نيولو سره ژمن دی او مسلکي وګړي روزي او ټولنې ته يې د خدمت په موخه وړاندې کوي.

د پوهنځي اهداف

1.    په شرعي علومو کې مسلکي کادرونه وړاندې کول.

2.    په محصلینو  کې د اعتدال او سالمې رهبرۍ روحيه پياوړي کول.

3.    علمي برنامو ته پراختيا او د نورو څانګو ایجادول.

4.    د باکیفیته تدریس لپاره د اړتيا پر مهال د دوکتوراه او ماسترۍ په کچه نور استادان جذبول.

5.    په ملي او نړيوالو ژورنالونو کې د شرعي علومو اړوند څېړنې او مقالې نشرول.

6.    دنړۍ او هېواد په کچه منل شوو تجاربو نه په استفادې سره یو ګټور او مفید روزنیز نظام ته د رسېدولپاره کوښښ کول.

Founder Image