د شمولیت پروسه
تابش پوهنتون د خپل علمي او تحصیلي مزل په اوږدو زرګونه د هېواد ځوانانو ته د معیاري
لوړو زده کړو برابر فرصتونه رامنځته کړي او هغوی د ټولنې د اوسنیو او راتلونکو
اړتیاوو لپاره چمتو کړي. په همدې اساس، پوهنتون هڅه کوي چې د شفاف، عادلانه او د
ملي تحصیلي معیارونو پر بنسټ د محصلینو د جذب پروسه تنظیم
او تطبیق کړي.
تابش پوهنتون هر کال د پسرلني او خزاني سمسترونو لپاره دوه
ځله د کانکور ازموینې اخلي. دغه ازموینې د دولسمو او څوارلسمو ټولګیو فارغانو
څخه د لوړو زده کړو وزارت د نافذه قوانینو، طرزالعملونو، لارښودونو او پرېکړو پر بنسټ اخیستل
کېږي.
د کانکور ازموینو له لارې بریالي محصلین د تابش پوهنتون په
حقوق، اقتصاد، شرعیات او کمپيوټر
ساینس پوهنځيو کې جزبیږي.
تابش پوهنتون
ژمن دی چې د یادو شويو پوهنځیو لپاره د معیاري درسي نصاب، مسلکي او مجرب علمي
کادر، مناسب درسي چاپېریال او عصري اسانتیاوو له لارې محصلینو ته هر اړخیز علمي،
مسلکي او اخلاقي روزنه ورکړي، څو د فراغت وروسته د هېواد د عدلي، حقوقي، اقتصادي،
ټکنالوژیکي او اداري بنسټونو لپاره وړ، مسوول او اغېزمن کادرونه وروزي.
د شمولیت ټولې مرحلې په شفاف ډول ترسره کېږي او د داخلي او
بهرنیو محصلینو لپاره د مساوي تعلیمي فرصتونو اصل په کې مراعاتېږي. تابش پوهنتون
باور لري چې پانګونه په زده کړو کې، پانګونه د هېواد په روښانه راتلونکي کې ده
1. د کانکور ازموینې نوماندان کولای شي چې په
حضوري ډول نوملیکنه ترسره کړي.
2. نوماندان د ټاکل شويو شرایطو تر پوره کېدو
وروسته کولای شي نوملیکنه وکړي او د کانکور کارت تر لاسه کړي.
3. نوماندان مکلف دي چې د لوړو زده کړو وزارت د
اصولو او مقرراتو له مخې په اړوندو پوهنځیو کې جذب شي.
4. د څوارلسمو ټولګیو فارغان کولای شي په اقتصاد،
شرعیاتو، حقوقو او کمپیوټر ساینس پوهنځیو کې د شرایطو پوره کیدو وروسته
نوملیکنه وکړي.
5. نوماندان اړ دي چې د لوړو زده کړو وزارت او
پوهنتون اړینې فورمې په بشپړ ډول ډکې کړي.
6. نوماندان باید د کانکور ازموینه کې د
بریالیتوب ټاکل شوې نمرې ترلاسه کړي.
7. نوماندان مکلف دي چې د کانکور ازموینې د داخلې
(حقالشمول) فیس تحویل کړي.
8. له بریالیتوب وروسته، نوماندان د محصلانو چارو
معاونیت له لوري اړونده پوهنځي ته ورپېژندل کېږي.