سهولتونه

د پوهنتون علمي شوری لنډه پیژندنه

تابش پوهنتون  د خپلو علمي، تدریسي، څېړنېزو او یو شمېر نورو مهمو چارو د ښه ترسراوي او انسجام  په موخه علمي شوری لري چې هر میاشت په نوبتي او فوق العاده  ډول غونډې نيسي، چې کارونه يې د خنډ او ځنډ سره مخ نشي، چې پدې اړه د ملکي لوړو زده کړو قانون (۱۶) شپاړلسمه ماده داسې صراحت لري: (د تدریسي، څېړنیزو او اکاډمیکو چارو د ښه سمون په منظور، د لوړو زده کړو په هر پوهنتون کې علمي شورا جوړېږي.) د علمي شوری د ترکیب په اړه د د ملکي لوړو زده کړو قانون (۱۷) اولسمه ماده داسې صراحت لري:

( (۱) د پوهنتون علمي شورا له لاندې غړو څخه جوړه ده:

۱- د پوهنتون  رئیس، رئیس په توګه.

۲- د پوهنتون مرستیالان، د غړو په توګه.

۳- د اړوندو پوهنځیو رئیسان، د غړو په توګه.

۴- له هر پوهنځي څخه دوه تنه استادان، د علمي کادر د غړو په واسطه، د آزادو سري او انتخاباتو (ټولټاکنو) له لارې، د غړو په توګه.

(۲) د ماسټرۍ او دوکتورا برنامو، د څېړنو  مرکز، مرکزي کتابتون، نشراتو، معلوماتي ټکنالوژي، د کیفیت تضمین او اعتبار لوړونې  آمران او د کادري روغتونونو رئیسان یې د اړتیا په صورت کې د غړو په توګه.

(۳) د استادانو چارو د سمون آمر، د منشي په توګه.)

ترڅنګ یې د علمي شوری د غونډو د داېرېدو په اړه د ملکي لوړو زده کړو قانون (۱۹) نولسمه ماده داسې صراحت لري:

((۱) د پوهنتون علمي شوری عادي غونډې ، هره میاشت یو ځل داېرېږي. فوق العاده غونډې د اړتیا له مخې د رئیس په تصمیم یا د هغې د غړو د ثلث (درېیمې) په وړاندیز داېرېږي.

(۲) د پوهنتون علمي شوری غونډې د دوو ثلثو په حضور سره جوړېږي او تصویبونه یې د حاضرو غړو د رأیو په اکثریت نیول کېږي.

(۳) د پوهنتون د علمي شوری د مصوبې دویم ځلي طرح، د هغې د وروستیو پړاونو له تیرولو د مخه، د موجه دلایلو د موجودیت پر بناء  د پوهنتون علمي  شوری  د غړو د یو ثلث په وړاندیز او د هغې د غړو د لږ تر لږه دوو ثلثو په تائید صورت موندلای شي.

(۴) د پوهنتون  علمي شوری تصاویب، د دې قانون د حکمونو مطابق د اجراء وړ او اړوندو مراجعو ته ابلاغېږي.

(۵) د پوهنتون  د علمي شوری په غونډو پورې نورې اړونده چاري د جلا لایحې په واسطه تنظمیږي.)

 

د پوهنتون  د علمي شوری دندې او واکونه

د امارتي او خصوصي پوهنتونونو د علمي کادر غړو د دندو او مکلفیتونو د تنظیم لارښود د (۱۶) شپاړسمې مادې په اساس د پوهنتون علمي شوری دندې په لاندې ډول دي:

۱۶،۱- د پوهنتون د پالیسۍ ترتیب او اړوندو صلاحیت لرونکو مراجعو ته وړاندې کول.

۱۶،۲- د علمي کادر غړو د تقرر، بیا ټاکنې، د رتبې تثبیت، ارتقاء، علمي ترفیع، تبدیلۍ او منفکۍ اړوند اسنادو اصولي ارزونه.

۱۶،۳-د څانګو د درسي نصاب د وړاندیزونو ارزونه.

۱۶،۴ - د روزنې تقنيني استناد او طرحې بيا تعديل وړاندېز.

۱۶،۵- د لنډمهاله، منځمهاله او اوږدمهاله پراختيايي پلانونو طرح کول.

۱۶،۶ - د څانګو ، پوهنځیو او نورو اړونده برخو تأسيس، پراختيا، تجزيه، یوځای کولو او یا  لغوه کولو د وړاندیزونو ارزونه.

۱۶،۷ - د داخلي او نړيوالو هوکړه لیکونو وړاندیز، تعدیل، تمدید او یا لمنځه وړل.

۱۶،۸ - د فوق لېسانس برنامو د پاليسي سند او درسي نصاب ارزونه.

۱۶،۹- د فوق لېسانس د پروګرامونو د کمېټو او بورډونو ارزونه.

۱۶،۱۰ - د علمي کادر غړو د تقرر، بیاځلي تقرر، د رتبې تثبیت، ارتقاء، علمي ترفیع او منفکۍ اړوند اسنادو اصولي ارزونه.

۱۶،۱۱ - د پوهنتون د اکاډمیکې کلیزې تصویب.

۱۶،۱۲ - د داخلي او نړیوالو اکاډمیکو شرایطو د بشپړاوي په صورت کې د پوهنتون د اکاډمیکو صلاحیتونو  په حدودو کې  د افتخاري ډیپلومونو د ورکړې تصویب.

۱۶،۱۳ - د کمېټو جوړول او هغوی ته د یو شمیر صلاحیتونو ورکړه.

۱۶،۱۴ - د اړونده مسؤلینو لخوا د نورو فعالیتونو او دندو ترسره کول، چې د لوړو زده کړو  په اصولو کې یې وړاندوینه شوې ده.

Founder Image