اِقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ.(سورت العلق)
ژباړه: ولوله (یا ولوله پیل کړه) د خپل رب په نوم، هغه چې پیدا یې کړل (هر څه).
دارنګه رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمایلي دي: مَنْ سَلَكَ طَرِيقًا يَلْتَمِسُ فِيهِ عِلْمًا، سَهَّلَ اللَّهُ لَهُ بِهِ طَرِيقًا إِلَى الْجَنَّةِ. (رواه مسلم)
ژباړه: هر څوک چې د علم د ترلاسه کولو لپاره په کومه لاره روان شي، الله تعالی به د هغه لپاره د جنت لاره اسانه کړي.
د يوې هوسا، پرمختللې او سالمې ټولنې د رامنځته کيدو لپاره پوهه او علم ضروري دی. ځکه يوه ټولنه هغه وخت د کمال حد ته رسېږي، چې وګړي يې د علم په ګاڼه سمبال وي او پرته له کومې ستونزې ژوند وکړي او حقه حقوق خوندي وي، تر څو د خپل ځان، کورنۍ او ټولنې اړتياوې د مشروع او قانوني لارې پوره کړي، نو اړينه ده چې دولت د علم په هره (حقوقي، سياسي او اداري...) برخه کې متخصص، مسلکي او علمي کادرونه وروزي او په ټولنه کې شته سياسي، اقتصادي، فرهنګي، ټولنېزو او داسې نورو اړتياوو ته په کتو د زده کړې داسې اساسي واحدونه رامنځته شي، چې له يوې خوا د متخصصو، مسلکې او علمي کادرونو په روزنې سره په هراړخيزه توګه د افغانې ټولنې اړتياوې رفع کړي او د بلې خوا د عدالت په تأمين کې رغنده رول ولوبوي، همدارنګه د يوې ټولنې د نظم او ثبات لپاره باکفايته مديريت، غوره سياستوال، قانون ته ژمن حقوق پوهان، څارنوالان او قاضيان لومړنۍ اړتياده، په همدې اساس د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د لوړو زده کړو وزارت د اړونده قوانينو او مقرراتو، په رڼا کې د عدالت، قانون د حاکميت، سالمې ادارې او پورته اهدافو ته د رسیدو په منظور ايجاد شوی، چې په دوو څانګو (سياسي علومو او نړيوالو اړيکو څانګه او حقوق څانګه) څلورکلنه تحصيلي دوره کې د هیواد د حقوقي، سياسي، اداري او قضايي ارګانونو لپاره دعدالت، قانون حاکميت د پلي کېدو په موخه په ملي روحيه سمبال مسلکي او علمي کادرونه روزلي او دا لړۍ ادامه لري، زمونږ لرليد او ماموريت روښانه دی او د ټاکلو اهدافو د ترلاسه کولو په موخه هېوادوالو ته غوښتل شوي اکاډميک خدمات وړاندې کوو او باوري يو چې د همدې ځوانانو په روزنې سره به د ټولو بدبختيو جرړې له بيخه ووځي.
د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي ټول اکاډميک او اداري غړي د پوهنتون د رهبرۍ تر مستقيمې لارښوونې لاندې په سپیڅلې ارادې او کلک هوډ سره خپلو ګرانو محصلينو، ځوانانواو ورونو ته د باکيفيته تدريس وړاندې کولو ته ژمن دي.
درنښت
پوهنیار عبدالعزیز همت
د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي رئيس