1. د تابش پوهنتون لپاره د پنځه کلن
ستراتېژیک پلان (۱۴۰۴–۱۴۰۸) تدوین او د لوړو زده کړو وزارت څخه یې د رسمي منظورۍ ترلاسه کول.
2. د
ټولو پوهنځیو په کچه د ستراتېژیک پلانونو تدوین او د ۱۴۰۴–۱۴۰۸ مودې لپاره د هغوی تائید ترلاسه کول.
3. د لوړو زده کړو محترم وزارت څخه د
پوهنتون لپاره د امناء هیئت رسمي منظوري ترلاسه کول.
4. د کیفیت تضمین او د لوړو زده کړو
وزارت د تقنیني اسنادو په رڼا کې د پوهنتون لپاره معیاري تشکیلاتي جوړښت طرح او د مسلکي او ژمن
کادرونو او کاروکونکوګمارنه.
5. د کیفیت تضمین د تجدید شویو معیارونو په اساس په ټولو برخو کې منظمه دوسیه بندي.
6. د کیفیت
تضمین د تجدید شویو معیارونو په اساس د
پوهنځیو او پوهنتون په کچه د ځان ارزونې راپور له نهایې کېدو وروسته لوړو زده کړو
وزارت ته استول.
7. لوړو زده کړو
وزارت د کیفیت تضمین او اعتبار لوړونې ریاست له لوري په بریالۍ توګه له چمتوالي
څخه د لیدنې مرحله ترسره کول.
8. د پوهنتون ټول فعالیتونه د لوړو زده
کړو وزارت د نافذه تقنیني اسنادو پر بنسټ تنظیمول.
9. په علمي برخه
کې د نظام د لوړو مقاماتو، احکامو، فرامینو او د لوړو زده کړو وزارت اړونده شورا
ګانو او مجالسو د مصوباتو تطبیقول.
10. د پوهنتون په ټولو فعالیتونو کې د
کیفیت تضمین معیارونو او شاخصتونو
په لوړه کچه عملي کول.
11. د
لوړو زده کړو وزارت له غوښتنې سره سم په ټولو پوهنځیو کې د( ۲۴ ) تنو علمي کادر غړو د رسمي تقرر او علمي رتبو د تثبیت منظوري ترلاسه کول.
12. د کمپیوټر ساینس پوهنځي د فعالیت رسمي
جواز ترلاسه کول.
13. په ټول افغانستان کې د لومړي ځل لپاره
د مصنوعي ځیرکتیا فارغ ورکوونکې علمي برنامې ایجاد او د نصاب منظورۍ ترلاسه کول.
14. د
درې علمي برنامو د تحصیلي نصابونو منظوري ترلاسه کول او درې نور نصابونه د منظورۍ تر
مرحلې رسول.
15. د نظام له
غوښتنې سره سم په ټاکلي وخت سره د ټولو مالیاتو ورکول.
16. د
درسي بهیر د پیاوړتیا په برخه کې نظري، عملي او غیر
نصابي فعالیتونو د پراختیا او منظم نظارت ترسره کول.
17. د
فعالو علمي برنامو کلنی نظارت
(APM) ترسره کول.
18. د یوې علمي برنامې مهالنۍ کتنه
(PPR) ترسره کول.
19. د وخت او
زمان سره سم په نشراتي اوفرهنګي چینلونو کې منظم، معیاري او نوښتیزه تبلیغات او برنامې وړاندې کول.
20. د
درسي بهیر په برخه کې د لوړو زده کړو وزارت د تقنیني اسنادو پر بنسټ لا بهبود رامنځته
کول.
21. په ټولنیزو علومو کې د تابش په نوم د
ملي علمي – څېړنیز ژورنال لپاره د رسمي جواز ترلاسه کول.
22. په
ټولنیزو علومو کې د تابش نړیوال څېړنیز ژورنال جواز ترلاسه کول.
23. د نړیوال ژورنال لپاره د ISSN او DOI نړیوال نمبرونه ترلاسه کول.
24. د تابش نړیوال څېړنیز ژورنال په څلورو
معتبرو نړیوالو ډیټابیسونو کې اېنډکس (ثبت)
کول.
25. د څېړنې او علمي مجلو معاونیت ایجادول.
26. د
ملي علمي مجلې لومړۍ او دویمه ګڼه چاپول.
27. د
پوهنتون استادانو له لوري د ۳۵
علمي څېړنو نشر (۱۸ نړیوالې او ۱۷ ملي).
28. په شپږو ملي او نړیوالو کنفرانسونو کې د
پوهنتون د رهبرۍ او علمي کادر غړو ګډون.
29. د دوو نړیوالو کتابتونونو او درې
نړیوالو ژورنالونو غړیتوب ترلاسه کول.
30. د
ملي او نړیوالو معیارونو پر بنسټ د څېړنیز مرکز ایجاد او عملاً ترې ګټه اخیستل.
31. د
پوهنتون د علمي، اداري، مالي او تدریسي چارو د تنظیم لپاره د جامع ډیټابېس سیستم
بشپړول.
32. د
اداري سیستم پیاوړتیا له لارې د ۱۱
نویو پالیسيو تدوین او د ۴ پالیسیو تجدید.
33. د
پوهنتون د ټولو کارکوونکو لپاره د ۶۷ دندو لایحو تجدید او معیاري کول.
34. د
پوهنتون د رهبرۍ، علمي، اداري او خدماتي پرسونل کلنۍ ارزونې ترسره کول.
35. د
پوهنتون په ټولو فعالیتونو کې د دقیق پلان جوړونې او راپور ورکونې فرهنګ رایجول.
36. د
پوهنتون په ټولو برخو کې د شوراګانو، مجالسو او اداري ناستو منظم ترسره کول.
37. په علمي او اداري ګمارنو کې اهلیت،
شایستګي او مسلکي معیارونو ته لومړیتوب ورکول.
38. د
پوهنتون لپاره د توحیدي ویبسایټ ایجاد او آنلاین کول (تابش پوهنتون، تابش نړیوال څېړنیز انسټیټیوټ او افغان مومند
میډیکل کمپلکس).
39. د نشراتي
فعالیتونو، لکچرونو او د محصلینو عملي زده
کړو لپاره معیاري سټوډیو جوړول.
40. د برېښنايي کتابتون ایجاد او د فزیکي
کتابتون پراختیا.
41. د پوهنتون
علمي شوری لپاره د معیاري مجلس خونې جوړول.
42. د
کمپیوټر ساینس پوهنځي لپاره د سافټویر هاوس، معیاري کمپیوټر لب او هارډویر لب برابرول.
43. په دوه دورو
۱۸مې او ۱۹مې
کې ) ۱۰۰ (تنه مسلکي فارغان ټولنې ته د خدمت په
موخه وړاندې کول.