سیاسي علوم او نړیوالې اړیکې

پېژندنه

د سیاسی علومواو نړیوالو اړیکو برنامه د حقوقو اوسیاسی علومو پوهنځي یوه مهمه څانګه ده، چې د تولنې اړتیاؤ ته په کتو رامنځته شوې ده. ددي  برنامي  لیدلوری دا دی چې په سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو  کې یو مخکښ علمي مرکز په توګه وده وکړي او محصلينو ته داسې علمي او عملي پوهه ورکړي چې وکولی شي په معاصرو سیاستونو او د هیوادونو سره د معیاري اړیکو په رامنځته کولو کې پرمختګ وکړي او د ټولنې په پرمختګ کې مثبت رول ولوبوي. د زده کوونکو د علمي پوهې لوړول، د مهارتونو پراختیا او د سیاسي چټکو بدلونونو، زده کړې او څېړنې د اړتیاوو پوره کول د دغه ډيپارټمنټ ماموریت دی، ترڅو زده کوونکي په سیاسي ډګر کې د څېړنې، نوښت او مسلکي وړتیاوو خاوندان شي او د هېواد او ټولنې خدمت وکړي. ارزښتونه یې علمي رښتینولي، نوښت، کیفیت، همکاري او ټولنیز مسؤلیت دي. د نصاب، کورسونو، عملي برنامو او تجهیزاتو عصري کول، د استادانو د علمي کچې لوړول، د کیفیت تضمین او د څېړنیزو فعالیتونو پیاوړتیا يې لوی موخې دي. د ودانۍ، مجهز صنفونه، عصري امکانات ، سهولتونه او دېته ورته نورې ټولې اړوندې منابع لري، چې د زده کوونکو او استادانو لپاره د عملي زده کړو او څېړنو مناسب چاپیریال برابروي. دغه منابع د زده کړې کیفیت لوړوي.

د برنامې ارزښتونه

د ديني او ملي ارزښتونو ساتنه او د اسلامي شعائرو درناوی او رعايت.

د عقيدوي، فکري، اخلاقي، علمي او مسلکي روحيې هر اړخيزه پياوړتيا.

د اخلاص، تقوا او عبادت د ترسره کولو روحيه پياوړې کول.

اسلامي ارزښتونو ته د ژمن مسلمان، متدین او مسلکي کادر روزنې ته پاملرنه.

د اسلامي اخوت، يووالي، مهربانۍ، خواخوږۍ، خدمت کولو او يو بل ته د درناوي او ايثار روحيه پیاوړې کول.

پر شرعي احکامو عمل او پر هغو د ټینګې عقیدې روحیه پیاړې کول.

د ديني اصالت او دنيوي او عصري اړتيا پر بنسټ د ديني او عصري علومو ترمنځ د توازن رامنځته کول او د هغو ترمنځ د اړيکې د ټينګوالي روحيه پیاوړې کول.

د الهي حکمونو او وحي پر بنسټ د انسان د روحي، عقلي او جسمي اړتياوو ترمنځ د توازن رامنځته کول او ترمنځ يې د اړيکې د ټينګوالي روحيه پیاوړې کول.

زده کړه ييزې موخې

په داخلي او خارجي سیاست او د نړیوالو اړیکو په ډګر کې د علمي او مسلکي کادرونو روزل.

ملي، منطقي او نړيوالو مسايلو په تجزيه او تحليل کې د مسلکي کادرونو روزل.

په سياسي امورو، د مذاکرې او بحران په مديريت کې او د منازعاتو په حل او صلحي په برخه کې د علمي ظرفيت لرونکو کادرونو روزل،

د هېواد د سياسي نهادونو د اداري کولو لپاره پر اسلامي او ملي روحيه سنبال کادرونه روزل.

د هېواد د اداري نهادونو د اداري کولو لپاره پر اسلامي او ملي روحيه سنبال کادرونه روزل.

په نړيوال سياسي، ديپلوماتيکي او قونسلي ډګر کې د کار کولو په موخه د کادرونو روزل.

په سياسي او اداري برخو کې د ماهرو او مسلکي فارغانو په ورکولو سره د هېواد د سياسي او اداري نهادونو تقويه او ملاتړ کول.

له سياسي، اداري او ديپلوماتيکي ادابو او نورو اړوندو موضوعاتو سره د محصلينو اشنا کول.

 لرلید:

د سیاسی علومو او نړیوالو اړیکو څانگه غواړی چی د باکیفیته زده کړو  او څیړنو پر مټ د یو معتبر ملی، علمی ، سیاسی او دیپلوماتیکو زده کړو  بنسټ په توگه وپیژندل شی.

ماموریت: 

سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو څانګه دنده لري چي د معیاري تدریس او څیړنې پر مټ د ټولني اړتیاو سره سم وړ  علمي کادرونه په سیاسي او ډیپلوماټیکو برخو کي وروزي.